د انار د پوستکي نه منونکې ګټې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د انار د پوستکي نه منونکې ګټې – افغان وطن

انار د ګران هیواد له هغه میو ځینې دي، چې د ګران هیواد اقتصادي برخې ته یې زياته وده ورکړې او که ورته سمه پاملرنه وشي؛ نو تر ډیره بریده د هیواد اقتصاد په پښو درولی شي.

د اقتصادي ګټو سربیره انار روغتيايي ګټې هم لرې، چې موږ مو په دغه مطلب کې یوازې د انار د پوستکي له ځینو ګټو خبروو.

روغتياپالان وایي؛ د انار پوستکی پخپل جوړښت له داسې موادو څخه مالامال دی، چې په مټ یې کولای شو، چې د ځوانۍ دانې له منځه يوسو.

دوی وایې، چې د انار په پوستکي کې داسې څه شته، چې د بدن د سوروالي او ګرمي په له منځه وړلو کولو کې مثبت اغیز کوي او د ويښتانو د تویېدلو مخه نیسي.

درانګه دوی دا هم وایې، چې د انار پوستکی د سر خانګرو په لري کولو کي ښه ونډه لري او د سر په آرامولو کې ښه ثابتیدلای شي.

په ورته وخت کې روغتیاپوهانو موندلې، چې در انار په پوستکي کې داسې مواد شته، چې د زړه د ناروغیو او د حلق د التهاب مخه نيولاى شي.

دوی دا هم موندلې، چې د انار په پوستکي کې شته مواد هډوکی کلک کوي، غاښونه ټینګ وي او د کولمو په روغوالي کې خورا ښه رول ادا کولای شي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *