شهزاد محمدي په ۱۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه ۵۰ پوره کړه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

شهزاد محمدي په ۱۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه ۵۰ پوره کړه – افغان وطن

د ټي ټین/ T 10 لیګ په لومړۍ لوبه کې شهزاد محمدي د سندیس لوبډلې په خلاف په ۱۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه پوره کړه، چې پدې سره یې د حضرت الله ځاځي ریکارډ هم مات کړ.

د لوبې پچه سندیس لوبډلې وګټله، د بیټ کولو پریکړه یې وکړه او دوی په لسو اورنو کې د شهزاد محمدي لوبډلې ”راجپوټ“ ته د ۶ ویکټو په سوځیدو سره د ۹۴ منډو هدف ورکړ.

د سندیس لوبډلې په خلاف شهزاد محمدي د چټکې نیمه سلیزې په مټ په ۱۶ توپونو۷۴ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې، چې ۶ څلوریزې او ۸ شپږیزې پکې شاملې وې.

شهزاد محمدي د پریرا په خلاف په ۱ آور کې ۳۰ منډې جوړې کړې، خو له شهزاد سره ملګری “مکالم“ هم ښکلې لوبه وکړه چې په ۸ توپونو یې ۲۱ ناسوځیذلي منډې جوړې کړې.

د هیردو نده، چې د شهزاد محمدي لوبډلې”راجپوټ“ د سندیس لوبډلې ټاکلی ۹۴ هدف په څلورو اورنو کې بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي، پوره کړ او شهزاد محمدي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان کړل شو.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *