ترڅو چې اشغالګره امریکا موجوده وي، همداسې وینې به بهیږي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

ترڅو چې اشغالګره امریکا موجوده وي، همداسې وینې به بهیږي – افغان وطن

د کابل د تېري ورځي قتل عام او وحشت په ککله غندو. او د بزدلانو او نامردانو کار ئې ګڼو. د حضرت رسول (ص) د میلاد په ورځ دا راز جنایت د انسانیت او دین د دوښمنانو کار بولو.

مګر د تاسف ځای دا دئ چي د افغان ولس ویني تل همدا شان بې پروا بهېږي، او په کابل کي د ګوډاګي رژیم مافیايي مشران پخپلو ډبرین او سیمټي کلاوو کي بې غمه پټ ناست وي. دغه راز، د امریکا اشغالګر عسکر هم پخپلو اډو کي د سیمټي دیوالونو شا ته په غارونو کي پټ له ډاره رپېږي.

زموږ باور دا دئ تر څو چي همدا امریکايي اشغال وي، د افغان ولس به همدا حال وي. تر څو چي په کابل کي د امریکا په ملاتړ مافیا حاکمه وي،‌ د افغان ولس ژوند به له جدي خطرونو سره مخامخ وي.

نو لهذا که چیري افغان ولس غواړي چي لدې افت څخه ځان خلاص کړي،‌ اول باید د اشغالګري امریکا ګریوان ته لاس ور اچوي، او بیا ئې افغان مزدوران، د ارګ مکار جوالیان، او په وطن کي د امریکا په ملاتړ حاکم قاچاقبران له وطنه وشړي. او یو مستقل، مشروع، او آزاد حکومت تشکلیل کړي.

بله چاره نسته.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *