په میلاد النبي باندې خوشالي کول – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

په میلاد النبي باندې خوشالي کول – افغان وطن

لیکنه: نور احمد شاکر

تاسو خبر یاست چې دا في الحال روانه میاشت د ربیع الاول میاشت ده.
ددې میاشتې په دولسم باندې زموږ خوږ او رحمة للعلمین پیغمبر صلی الله علیه وسلم دې نړۍ ته سترګې عړولي دي او په همدا ورځ یې له دې فاني نړۍ څخه ابدي ژوند ته رحلت کړی دی.

نو ددې لپاره چې موږ د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په پیدایښت باندې د خوشالۍ اظهار وکړو نو ددې لپاره علماء کرام او مشایخ عظام په ګډه سره راټولیږي او په مناسبت یې جلسې قایموي.

په دې جلسو کې د حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او صورت، د دين په خپرولو کې تکلیفونه کړاونه، د کفارو او مشرکینو د ظلم څخه هجرتونه جهادونه، د پیغمبر علیه السلام ژوند، کردار او اخلاق او نعتونه صفتونه په واضح ډول بیانیږي.
اوس پاتې شوه دا خبره چې ایا دداسې جلسو جوړول او قایم کول د اسلام، شریعت او د علماء له نظره څنګه دي جایز دي کنه که جایز دي باعث د اجر او ثواب دي او کنه.
دا خبره خو واضحه او روښانه ده چې مجتهدین علماء کرام د قران او حدیث ریښتیني مفسرین دي نو موږ لازمه وګڼله چې په دې موضوع باندې علمي څیړنه وکړو تر څو هغه لاره چې موږ یې تل په لټه کې یو بیامومو یعنی رسته لاره.

نو ددې ایة په بنا باندې چې الله جل جلاله فرمایې: {قل بفضل الله وبرحمته فبذالك فليفرحوا هو خير مما يجمعون} سورة يونس۵۸

ژباړه: ای پیغمبره! مؤمنانو ته ووایه چې دوي د الله ج په فضل چې قران کریم دي او د الله ج په رحمت چې رسول الله صلی الله علیه وسلام دي خوشالي وکړي.

نو ددې ایت نه په استدلال سره علماء وایې چې د میلاد النبي جلسې جوړول او په هغه جلسو کې خوشالي کول جایز، باعث د اجر او ثواب دي.

او دا خبره چې ایا پیغمبر علیه السلام رحمة دي او کنه الله جل جلاله فرمایې:{وما ارسلنك الا رحمة للعلمين} سورة الانبياء ۱۰۷)

ژباړه: ای محمده ص: ته مو دنیا ته د ټول عالم لپاره یو رحمت لیږلي یې.
نو چې کله پیغمبر علیه السلام رحمت دي نو په رحمت باندې خوشالي کول یو مأمور به کار دي دلیل مو وړاندې ذکر کړ.

او دا خبره دې هیره نه وي چې دهر نعمت په مقابل کې شکر لازم دي او پیغمبر علیه السلام د مؤمنانو لپاره یو نعمت دي ځکه الله جل جلاله فرمایې: {لقد من الله على المؤمنين اذ بعث فيهم رسولا}سورة ال عمران ۱۶۴)

ژباړه: یقینا الله جل جلاله فضل او احسان کړي په مؤمنانو باندې چې پیغمبر علیه السلام یې په دوي کې ولیږه.

نو ګورئ! رسول الله صلی الله علیه السلام فضل او نعمت دئ او په هر نعمت خوشحالي ښکاره کول پکار دي او خوشالي داده چې موږ په دا ورځ جلسې قایمې کړو او د نبي علیه السلام اوصاف بیان کړو او عوام ساده مسلمانان دده له خواږه ژونده اګاه کړو.

اوس دا خبره چې ایا مولود شریف لره په احادیثو کې اصل کې شته کنه؟
حافظ ابن حجر عسقلانی رحمة الله علیه چې یو منلي شوي عالم دي فرمایې: قد ظهر لی تخریجها علی اصل ثابت وهو ما ثبت فی الصحیحین من ان النبی علیه السلام قدم المدینة فوجد الیهود(الی اخر الحدیث)

ژباړه: کله چې رسول الله مدینې ته هجرت وکړ نو ویې لیدل چې یهود د عاشوری په لسم دمحرم روژه نیسي نو حضور صلی الله علیه وسلم ترینه د روژې د نیولو وجه وپوښتله یهودو وویل دا هغه ورځ ده چې الله جل جلاله په دغه ورځ فرعون غرق او موسی علیه السلام ته یې خلاصې ورکړ نو موږه په دغه شکریه کې روژه نیسو. حافظ رحمه الله فرمایې چې ګورئ د یو نعمت دحاصلیدو په مقابل هر کال د عاشوری په ورځ روژه نیسي نو د حضور صلی الله علیه د پیدایښت نه به بله کومه د خوشالی ورځ وي نو باید مونږه هم خوشالی ښکاره کړو.

اوس د خوشالۍ مختلفې طریقې دي لکه: روژه نیول، الله جل جلاله ته سجده کول، تلاوت کول، لمونځ کول، صدقه او خیرت کول البته هغه کارونه وکړي چې ثواب وي او ګناه نه وي لکه: اسراف، حرام، مکروه، منکر وغیره نه وي.

او بل ځای کې وایې چې بدعت دي حو بدعت حسنه خو بیا وایې: (ومع ذالك قد اشتملت علي محاسن وضدها اه) یعنی سره له دینه چې نوی کار دي نو بیا ښه او بد دواړه پکې شته څوک چې ښه اعمال پکې کړي او دمنکراتو نه ځان ساتي نو بیا بدعت حسنه وی او که د منکراتو نه ځان نه ساتي نو بیا بدعت سیئه خراب کار دي.
او همدا رنګه ډیر بې شمېره نور استدلالات شته چې له هغې څخه د میلاد النبي اصل معلومیږي.

او هغه علماء کرامو چې په خیر القون تیر شوی دي د میلاد النبي د اثبات په اړه یې کتابونه او رسالې لیکلي چې بعض یې دلته ذکر کوو.

۱_ (حسن المقصد فی عمل المولد) د محدث فقیه جلال الدین سیوطی رحمه الله کتاب.

۲_ (التنویر فی المولد البشیر النذیر) د علامه ابوالخطاب ابن دحیه په یو جلد کې کتاب.

۳_ (عرف التعریف بالمولود الشریف) د امام القراء الحافظ شمس الدین بن الجزری رحمه الله کتاب.

۴_ (مورد الصادی فی مولد الهادی) د علامه شمس الدین بن ناصر الدین الدمشقی رحمه الله کتاب.

نو له دې ټولو خبره معلومیږي چې په میلاد النبي باندې خوشالي کول جائز عمل دي او باعث د اجر او ثواب دي

خو البته شرایط لري چې هغه شرایط علماء داسې بیانوي.
۱_ مولود لازم ونه ګڼل شي.
۲_ دمیاشت او ورځې ټاکنه لازمه ونه ګرځول شي
۳_ د محبوب علیه السلام د حاضر ناظر عقیده نه لرل
۴_ دمحبوب علیه السلام د تشریف راوړلو عقیده نه لرل
۵_ اسراف او تبزیر پکې نه وي رقص سرود پکې نه وي
۶_ خوراک، شیریني او د حلواګانو تقسیمول لازم ونه ګرځول شي
۷_ بې ږیرې هلکان پکې نظمونه نعتونه ونه وایې
۸_ موضوعي روایات دروغجن احادیث او ضعیفې خبرې پکې ونه شي
۹_ بې ځایه رڼاګانې، بلپونه، څراغونه، څیرې وغیره پکې نه وي
۱۰_ شعرونه او نعتونه د سندرو په طرز او طریقه نه وي
۱۱_ حصوصا هغه مولودونه چې درباري ملایان پکې د خپل باطل نظام صفت کوي او مشروع یې ګڼي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت په ځاي پکې د ریس جمهور، والي او ولسوال صفتونه کوي.

خو ګورئ دا پورتنۍ شرطونه، قیودات او منکرات که په مولود کې وي او که په نورو دیني غونډو کې وي بدعت او ګناه دي یواځې په مولود پورې خاص نه دي او که دا منکرات پکې نه وې موجود نو بیا باعث د اجر او ثواب ګرځي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *