امانوف: د ټاپي لګښت پخوا ۱۰ ملیارده ډالره وه خو اوس مالومه شوه چې لګښت یې ۷ ملیارده ډالره دی – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

امانوف: د ټاپي لګښت پخوا ۱۰ ملیارده ډالره وه خو اوس مالومه شوه چې لګښت یې ۷ ملیارده ډالره دی

د ټاپي پروژې اجرايي مدیر محمد میرات امانوف خبر ورکړی، چې د دوئ وروستیو محاسبو جوته کړه، چې د ټاپي پروژې لګښت درې ملیارده ډالرو ته را کښته شوی دی

هغه وایي پخوا ټاکل شوې وه چې پر ټاپي پروژه باندې لس ملیارده ډالر لګښت راتلونکی وو، خو اوس مالومه شوه چې پرې اووه ملیارده ډالره لګښت پرې لګیږي

هغه وایي، د ټاپي پروژه به په راتلونکو دوو کلونو کې تکمیل شي

نوموړي زیاته کړه، چې پر ټاپي په اولو کې پنځه ملیارده ډالر لګښت راځي، او دوه ملیارده ډالره وروسته ددغه پروژې د څارنې او بیا رغونې په چارو لګیږي

ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګازو د لېږد یوه ستره پروژه ده، چې ډېر ژر به کار پرې شروع شي او د دوو کالو په اوږدو کې به بشپړ شي

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *