امریکا په افغانستان کي په خټو کي بنده ده، خو د فرار په حالت کي ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

امریکا په افغانستان کي په خټو کي بنده ده، خو د فرار په حالت کي ده – افغان وطن

ښاغلی بینګ ویسټ د جمهورریس رېګن په حکومت کي د دفاع وزارت مرستیال وو. هغه د نومبر پر ۱۳ لیکي د ۲۰۰۱ په ژمي کي قریب لسو زرو امریکايي مرین عسکرو، سیا، او خاصو قواوو طالبان او القاعده په ډېر لنډ وخت کي مات کړل. پدې جنګ کي تلفات کاملا یو طرفه ول. خو سمدستي زموږ عالي رتبه مامورینو دوه تباه کونکی تصمیمونه ونیول.

اول، جنرال ټامي فرانکس، څوک چي د امریکايي اشغالګرو قواوو قومندان، وو، اجازه ور نه کړه چي امریکايي خاص عسکر اسامه بن لادن او د هغه ملګري په توړه بوره کي محاصره او ختم کړي. جنرال فرانکس همدا مهم امر بې باوره افغان جنګسالارانو ته ور تحویل کړ، او هغوی اسامه بن لادن ته اجازه ورکړه چي له افغانستانه په تېښته ووځي. دوهم، لدې کاري ګوزار راوروسته طالبانو غوښتل چي د امریکا په زور د نصب سویو افغان چارواکو سره موافقه وکړي او تسلیم سي. خو د دفاع وزیر ډانلډ رمزفیلډ سمدستي د افغانانو تر مینځ همدا روغه جوړه شنډه کړه. طالب مشران مجبوره سول چي پاکستان ته پناه یوسي، او باقي پاته طالب جنګیالي په کلیو او بانډو کي خواره واره سول.

پدې وخت کي، زموږ نظامي او ملکي مشرانو فیصله وکړه چي یوه قبایلي جامعه چي په ۱۷ قرن کي ئې ژوند کاوه، په یوې تپانده دیموکراسي باندي بدله کړي. زموږ مرین جنګیالي د دولت – ملت د جوړولو طراحان سول. خو نتیجه یو عبث او قیمتي ۱۷ کلن جنګ سو چي څه د پاسه څلور زره امریکايي عسکر او قراردادیان په کښې مړه سول، او تقریبا یو ټریلیون ډالره خساره راورسېدله.

په ۲۰۰۱ کي دوه حیاتي تصمیمونه — القاعدې ته اجازه ورکول چي وتښتي، او بل د طالبانو سره د قوت له موضع څخه مذاکرات نه کول، سطحي او واقعا خطرناکه فیصلې وې. اوله غلطه فیصله زموږ څلور ستوري جنرال فرانکس وکړه، او دوهمه زیانمن تصمیم زموږ ملکي د دفاع وزیر رمزفیلډ وینو. دواړو دا مهمي فیصلې په یوازي سر وکړې،‌ او د بل چا سره ئې سلا مشوره و نه کړه. دواړو ځانته د دې زحمت ور نه کړ چي د نورو ماهرانو سره دا خبره شریکه کړي، او د هغوی نظر هم پوښتي.

اوس نو، نن ورځ موږ چیري یو؟ په افغانستان کي زموږ فعلي قومندان جنرال میلر وايي«دا جنګ نظامي حل نه لري.» مانا موږ جنګ نه سو ګټلای، خو طالبان هم موږ په انتظار نه سي ماتولای. دا یوه غلطه فرضیه ده.

نن سبا، د افغانستان په کشاله کي د امریکا او طالبانو نقش او رول سرچپه او اولټه سوی دئ. په ۲۰۰۱ کي، طالبانو غوښتل چي مذاکرات وکړي، خو موږ د هغوی غوښتنه ور رد کړه. ځکه موږ باور لاره چي هغوی تروریسټان دي،‌ او موږ لوبه ګټلې ده. په ۲۰۱۸ کي، موږ غواړو چي د طالبانو سره مذاکرات وکړو،‌ خو اوس هغوی انکار کوي. البته دا باید زیاته سي چي طالبان د افغان ټولني سرطان دئ، خو میکروب نه دئ چي نورو ته سرایت وکړي، او یوه ساري او عممومي وبا ترې جوړه سي. لنډه دا چي په افغانستان کي زموږ هدف نور د یوې باثباته دیموکراسي جوړول نه دئ، بلکي زموږ هدف دا دئ چي یوه داسي د فرار لاره پیدا کړو چي د ویتنام د تاریخي شرم له تکرار څخه ځان بچ وکړو، او دېته مجبوره نه سو چي د کابل د سفارت له بامونو څخه په هلیکوپترو باندي ځړېږو، او له افغانستانه د هوايي پل او دهلیز لاري په بې آبۍ سره راووځو.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *