د هندواڼې د پوستکې له دې ګټو خبر یې؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د هندواڼې د پوستکې له دې ګټو خبر یې؟ – افغان وطن

که څه هم دهندوانې پوستکی په عامه توګه خلک د هندواڼې د دننه برخې له خوړولو وروسته بهر غورځوي؛ خو په دې خبر نه دي، چې د هندواڼې په پوستکي کې د انسانانو د روغتیا لپاره د پام وړ ګټې شته.

موږ په دغه مطلب کې د هندواڼې د پوستکي په ځینو هغه روغتيايي ګټو تاسو خبروو، چې په ورځني ډول ډیر خلک هغوی ته اړتیا لري.

روغتياپالان وایې، چې د هندواڼې پوستکی پخپل ترکیب کې داسې مواد لري، چې کولای شي د زیات وزن په کمولو کې در سره مرسته وکړي او ور سره مو وزن کنټرول وساتي.

دوی وایې؛ د هندواڼې په پوستکي داسې مواد هم شته، چې که پوستکی په بدن باندې وموښل شي د بدن خیرې له منځه وړلای شي.

دا ډول دوی ویلي دي، کوم خلګ چې د بدن د پوستکي وچوالي ولري، که د هندواڼې پوستکی په بدن وموښي جلد يې لوندوالی پیدا کوي او ورسره د جلد مړه برخه نوی ژوند پیل کوي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *