ایا دین د پرمختګ لپاره خنډ دی؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

ایا دین د پرمختګ لپاره خنډ دی؟ – افغان وطن

لیکوال: عبدالصمد شاکر

نړۍ کې ډول ـ ډول انسانان شته، بیلا بیل فکرونه او نظرونه موجود دي، د قسما قسم ګروهو خلک دي، د رنګا رنګ ادیانو منونکي دي او تر ډیره جدا ـ جدا قانونه لري.

موږ دلته په دې خبره نه غږیږو، چې څومره دي؟ چرته دی؟ او ولې دي؛ بلکې د دې پوښتنې یو لنډ ځواب کوو، چې ایا روښتیا دین د پرمختګ لپاره خنډ دی؟

دین د هغه ذات لخوا نه چې د نړۍ او ګردو موجوداتو پیدا کونکی دی همدغه موجوداتو ته د ژوند او مرګ یو قانون دی، چې په منلو یې ګرد موجودات او پیداښت له ګډوډۍ او انشعاب څخه ژغورل کيدلاي شي.

تاسو فکر وکړئ، کله چې انسان دین ونه مني؛ نو ده قانون ته غاړه نه کيښوده، کله چې داسې ده؛ نو طبعي ده، چې هغه به زنا کوي، قتل به کوي، لواطت به کوي، شراب به څښي، غلا به کوي او ټول هغه څه به تر سره کوي، چې هغه قانون منعه کړي وي او هغه څه چې قانون منعه کړي وي بدیهي ده، چې په هغوی کې د ټولنې زوال او شاتګ وي.

اوس موږ وایو، چې نړۍ په دې متفقه ده، چې کومه ټولنه قانون ونه لري او یا قانون ته درناوی نه لري او تر پښو یې لاندې کوي هغه ټولنه پرمختګ نشي کولای؛ نو اوس موږ پوښتنه کوو، چې دین یو قانون دی او ایا قانون د پرمختګ لپاره خڼډ دی او که د پرمختګ اصلي بنسټ؟ که لږ فکر وکړای شي؛ نو انساني فکر او شعور به دا خبره زر ومني چې دین د پرمختګ لپاره اصلي قانون دی، چې انسانيت او بشریت ورڅخه لږ وخت هم نشي تیرولای.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *