د اسانه ژوند لپاره څو مهم ټکي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د اسانه ژوند لپاره څو مهم ټکي – افغان وطن

خپل ځان لپاره ورځنی مهال ویش جوړ کړه، هر سهار ۱۰-۳۰ دقیقو پورې قدم ووهه، هره ورځ لسو دقیقو لپاره خاموش اوسه، هره ورځ د تیرې ورځ په نسبت ډیره مطالعه وکړه او د روحي غذاء لپاره وخت وټاکه( لمونځ، تلاوت، ذکر).

دا ډول کله کله داسې کسانو سره ناسته ولاړه کوه چې عمرونه یې ۷۰ ته رسیدلي وي او کله کله بیا ماشومانو سره وخت تیروه چې عمرونه یې ۶ کلونو څخه ښکته وي، کوښښ وکړه چې هره ورځ د دریو کسانو په خوله مسکا خپره کړې او خپل قیمتي وخت په بیهوده خبرو او کارونو ضایع نه کړي.

همداشان هیڅکله هم خپلو منفي اړخونو ته فکر مه کوه بلکې خپل مثبت اړخونو ته فکر کوه، پدې پوه شه چې ژوند د مکتب په شان دی، چې ته یو شاګرد یی، او د ژوند ستونزې د ریاضي سوالونه دي چې حل کول یې هر وخت ممکن دي.

په ورته وخت کې خپله ناشته د پاچا په څیر وکړه، او غرمنۍ د یو مشر په څیر او ماښامنۍ د یو فقیر په څیر وکړه، ژوند ډیر لنډ دی نو هیڅکله د چا سره کینه او حسد مه کوه، هرڅه په جدیت سره مه اخله بلکې په هر حال کې معتدل اوسه او دا هیڅ امکان نه لري چې یو څوک په هر مجال کې لاسته راوړنې ولري او هر کار په ښه توګه ترسره کړي نو د ځان په اړه خواشیني مه کوه.

پاتې د نه وي، چې د تیر وخت ناکامي هیڅکله مه یادوه ترڅو چې راتلونکې کې ستا کامیابۍ باندې بد اثر ونه کړي، هیڅکله خپل ژوند د بل چا سره مه مقایسه کوه او خپله د ژوند ملګری ( میرمن/ میړه) د بل چا سره مه مقایسه کوه، د خپلې خوشالۍ یوازیني مسؤول ته خپله یې نو ستا خوښه چې ځان خوشاله ساتې او که خفه.

او په پای کې دا په یاد لره، چې هر وخت خپل مور او پلار او کورنۍ سره رابطه کې اوسه، خپل حدود همیش لپاره وپيژنه او هیڅکله ترې تجاوز مه کوه او سهار وختي چې له خوب نه پاڅیږې نو د الله تعالی شکر اداء کړه چې روغ رمټ د دژوند نوې ورځ پیل کړه.

تکل مبین

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *