د کیلې د پوستکي له ګټو خبر یاست؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د کیلې د پوستکي له ګټو خبر یاست؟ – افغان وطن

ښایې تاسو به له دې خبر وی، چې يوازې کیله ده، چې زیات شمیر ګټې لري او د ډیرو ناوغیو په مخنیوي کې مثبت اغیز لري؛ خو داسې نه ده؛ بلکې د کيلې په پوستکي کې هم زیات شمیر ګټې شته.

موږ به په دا مطلب کې د کيلې د پوستکي ځينې ګټې تاسو ته وړاندې کړو او تاسو د دې پرځای چې پوستکى یې وغورځوي له هغه ګټه واخلئ.

د کيلې پوستکى د غاښونو لپاره ګټور دی او کولای شئ، چې د غاښونو زیړوالی مو د کیلې د پوستکي په واسطه له منځه یوسئ.

روغتیا پوهان وایې؛ هغه کسان، چې د غاښونو د زیړوالي په ناروغۍ اخته وي که په پرلپسې توګه په خپلو غاښونو باندې د کیلې پوستکی وموښي؛ نو وبه ویني، چې غاښونه یې څومره سپینوالی ښیې.

دا ډول دوی وایې؛ چې د کيلې پوستکى د سوځيدلي ځای د ټکورولو او درد د ارام کولو لپاره هم ګټور دی.

د هغوی په خبره؛ که چیرې د سوځیدو په وخت د کیلې پوستکی پر سوځیدلي ځای باندې کېښودلای شي؛ نو درد مو ورسره ارام کیږي او د ارام احساس به وکوئ.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *