د امریکا په کالیفورنیا کې برید کونکی څوک و؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

د امریکا په کالیفورنیا کې برید کونکی څوک و؟ – افغان وطن

تیره ورځ پنجشنبه د امریکا په کالیفورنیا کې یوه وسله وال بریدکونکي په یوه شراب خونه برید وکړ، چې ۱۲ کسان یې ووژل او لس نور یې ټپيان کړل.

برید د لاس انجلس څخه ۶۵ کیلومتره شمال لوېدیځ ته د تازوند اوکس په ښار کې هغه مهال وشو، چې هلته زدکوونکي په شراب خونه کې راټول وو او نڅا یې کوله.

په لومړیو کې پولیسو د برید ګر وژل تائید کړي وو؛ خو د هویت په اړه یې څه نه وو ویلي؛ مګر اوس مالومه شوې چې بریدګر د امریکا د سمندري ځواکونو غړیتوب درلود او په افغانستان کې یې دنده تر سره کړې وه.

د پولیسو په خبره بریدګر “ایان ډویډ لانګ” نوميږي ، ۲۸ کاله عمر یې درلود او د امریکا د ځانګړو ځواکونو غړی وو.

د نوموړي په اړه ویل شوي دي، چې هغه د دندې پر مهال په رواني ستونزو اخته شوی وو او د ناسم چلند له امله یې نوم د هغه کسانو نوملړ ته ور زیات شوی و، چې دماغي توازن یې ښه نه وي؛ خو د روان کال په لومړیو کې یې نوم بیرته د پولیسو لخوا ایستل شوی وو.

په ورته وخت کې د امریکا د سمندري ځواکونو څانګې منلې، چې ډویډ لانګ له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ کال پورې د دغه ځواکونو غړی پاتې شوی او یو متخصص نښه ویشتونکی هم و.

دوی دا هم ویلې؛ چې نوموړی د ۲۰۱۰ کال له نومبر د ۲۰۱۱ کال تر جولای پورې په افغانستان کې و او د دندې پر مهال هغه ته څو مډالونه هم ورکړل شوي و.

باید وویل شي، چې په دغه برید کې د پولیسو یو ډلګۍ مشر “هلوس” هم وژل شوی، چې د پولیسو په خبره نوموړي ۲۹ کاله خدمت کړی و او راتلونکی کال متقاعد کېده.

د ونچورا د تاڼې د پولیسو افسر “ران هلوس” هغه مهال ووژل شو، چې د ډزو پر مهال یې شرابخونې ته د ننه کیدلو هڅه کوله، چې څو مرمۍ ولويدځ او روغتون ته په لار یې ساه ورکړه.

د هغه شمیرو له مخې چې “ګن وایلنس ارکایو” وېبپاڼې خپرې کړي، په کې راغلي؛ د ۲۰۱۸ کال له پیل تر اوسه په امریکا کې تر ۱۲ زرو ډېر کسان په ټوپک ویشتل شوي او وژل شوي دي، چې نږدې درې زره یې هغه دي چې عمرونه یې له اتلسو کالو کم دي.

په یادو شمیرو کې هغه ۲۲ زره کسان هم نه راځي کومو چې په ټوپک سره پخپله ځانونه ويشتلي او وژلي دي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *