پلخمري کې افغان او بهرنیو ځواکونو پراخ ویجاړی رامنځ ته کړی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

پلخمري کې افغان او بهرنیو ځواکونو پراخ ویجاړی رامنځ ته کړی – افغان وطن

د بغلان ولایت له پلخمري څخه تازه رارسیدلي راپورونه وایي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو په تیرو څو ورځو کې د ډنډغوري په سیمه کې عملیات پیل کړي وو چې بیګا شپه پای ته ورسیدل

د سیمې څخه عیني شاهدان خبر ورکوي چې په دغو عملیاتو کې ۱۰ تنه عام کلیوال وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي

د ډنډغوري له سیمې یو تن اوسیدونکي ګل محمد د افغان وطن همکار ته د تلفون په لیکه ویلي، چې افغان او امریکایي ځواکونو د ډنډغوري په سیمه کې زیات وحشت تر سره کړی، ۱۰ تنه عام کلیوال یې شهیدان کړي، شپاړس تنه یې ټپیان کړي او د خلکو زیات شمیر کورونه یې په ماینونو او بمبار سره ویجاړ کړي دي

د یاد عیني شاهد له قوله چې بیګا شپه افغان او بهرني ځواکونه د شپې له سیمې وتلي او اوس خلک د شهیدانو او زخمیانو په راټولولو بوخت دي

وسلوالو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې ددوي ځواکونو بیګا شپه له افغان دولت څخه ټولې هغه سیمې بیرته ونیولې کومې چې دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر پرې ایښې وې

وسلوالو طالبانو ویلي چې “دښمن” د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او د جګړې په میدان کې یې په شپو شپو مړي پراته وي خو افغان دولت د جګړو زور له ملکي هیوادوالو باسي او په بې ګناه هیوادوالو وحشت تر سره کوي

څو ورځې د مخه په پکتیکا کې هم افغان او بهرنیو ځواکونو په ګیان ولسوالۍ کې عملیات کړي وو چې د ملکي کورونو تر ړنګولو وروسته یې د کلیوالو ښځو او ماشومانو قتل عام ته مخه کړې وه

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ د اوسیدونکو په وینا چې امریکایانو او داخلي عسکرو به ښځې او ماشومان له کوره یو یو را ویستل او بهر به یې په ډیر وحشت وژل چې له امله یې ۲۱ تنه ملکیان ووژل شول

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *