روسیې ته د مسکو غونډې په اړه د امریکا خبرداری – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

روسیې ته د مسکو غونډې په اړه د امریکا خبرداری – افغان وطن

ټاکل شوې چې نن په روسیه هیواد کې د افغان سولې په اړه یوه غونډه دائریدونکې ده چې د وسلوالو طالبانو او افغان دولت په شمول د ګڼو هیوادونو استازي ګډون پکې کوي

امریکا روسیې ته خبر داری ورکړی، چې هیڅ یو هیواد نه شي کولای له وسلوالو طالبانو سره د افغان دولت په استازیتوب خبرې وکړي

که څه هم د امریکا خاص استازي زلمي خلیل زاد له طالبانو سره مخامخ لومړیو خبرو کې افغان دولت ته خبر نه وو ورکړی خو امریکا روسیې ته په داسې خبرداریو ورکولو سره غواړي چې د افغان جګړي د حل او دوام موضوع په خپل لاس کې وساتي

په دې هکله ویل کیږي، چې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د روسیې له غونډې سره یو ځای یو ځل بیا د سولې په اړه پاکستان، افغانستان، او قطر هیواد ته خپل ۱۲ ورځنی سفر پیل کړی ده

د شنونکو په باور امریکا د مسکو له غونډې سخته ویره لري چې د افغان جګړې کیلي د رقیبو هیوادنو لاسته و نه لویږي

طالبان په لومړي ځل په یوه بین المللي غونډه کې د یو قوي قدرت په حیث ګډون کوي چې دا د امریکا او خاصکر د افغان دولت لپاره یو نه زغمیدونکی کار بلل کیږي

څو ورځې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرک هم کابل ته نااعلان شوی سفر کړی وو او افغان دولت ته یې ډاډ ورکړی وو چې د سولې او جګړې وروستی خبرې به د افغان دولت په حضور کې تر سره کیږي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *