نن په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړه شوې ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

نن په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړه شوې ده – افغان وطن

ټاکل شوې ده چې نن جُمعه په مسکو کې د افغان سولې په اړه یوه غونډه جوړه شي چې د نړی بیلابیلو هیوادونو استازي به ګډون په کې کوي

دغې غونډې ته د پاکستان، ایران او چین په شمول د ګڼو هیوادونو استازي بلل شوي دي

په لومړیو کې امریکا، هند او افغانستان چې د افغان جګړې مهم لوبغاړي بلل کیږي په دغه غونډه کې د نه ګډون فیصله کړې وه خو وروسته امریکا وویل چې خپل استازي به صرف د څارونکو په څیر هلته ورولیږي

افغان دولت هم په ورستیو کې پریکړه وکړه چې دغې غونډې ته به خپل کسان استوي چې د سولې عالي شورا څو تنه ټیټ رتبه کسان یې ور ولیږل خو د سولې د عالي شورا رئیس نه دی ور رغلو

وسلوالو طالبانو ته هم په دغه بین المللي غونډه بلنه ورکړل شوې ده

دغه غونډه په ټولو کې وسلوالو طالبانو ته زیات اهمیت لري چې ګډون پکې کوي ځکه چې د وسلوالو طالبانو د تحریک له سقوط وروسته دا لومړی ځل ده چې په یوه بین المللي غونډه کې د یوه قوي قدرت په حیث ورته بلنه ورکول کیږي او ګډون پکې کوي

وسلوالو طالبانو هم دغې غونډې ته ورتلل یو طلایي چانس بللی چې نړیوالو ته خپل دریځ روښانه کړي

وسلوالو طالبانو خپل استازي دغې غونډې ته لیږلي دي او زیاته کړې یې ده چې په غونډه کې به صرف له نړیوالو هیوادونو سره د افغانستان د راتلونکي په پار د خپل دریځ په اړه خبرې کوي او د افغان دولت له چارواکو سره به خبرې نه کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *