فقیري: د مسکو په غونډه کې به د طالبانو ګډون تر هر څه زیات اهمیت ولري – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

فقیري: د مسکو په غونډه کې به د طالبانو ګډون تر هر څه زیات اهمیت ولري – افغان وطن

ټاکل شوې، چې سبا( د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۹ نیټه ) به په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه یوه نړیواله غونډه دائره شي

په یاده غونډه کې به د وسلوالو طالبانو د استازو په ګډون د امریکا، چین، ایران، هند او پاکستان هیوادونو استازي هم ګډون وکړي

په مسکو کې د ترسره کیدونکي غونډې په تړاو په امریکا کې له میشت افغان سیاسي کارپوه ښاغلي واحد فقیري سره غږیدلي یو، چې د مرکې بشپړ متن ستاسو مخ ته ږدو

پوښتنه: د مسکو له غونډې څومره مثبته تمه درلودلای شو؟

جواب: د مسکو د غونډي اهمیت خورا ډیر دئ، ځکه دا مجلس د افغانستان کشاله د متحده ایالاتو له انحصاره راباسي. واشنګټن کوښښ کوي چي د افغانستان د سولي پر عملیې باندي خپل سیاسي او نظامي انحصار وساتي،‌ خو د مسکو فورمټ د واشنګټن همدا انحصار ماتوي. او دا په خپل ذات کي یوه نېک او مثبت عمل دئ. ځکه هر څونه چي د افغانستان مسله بین المللي کېږي، په هغه اندازه واشنګټن سنف کېږي، ماته او افتضاح ئې جهاني کېږي، او مجبوره کېږي چي د سولي په لاره کي چټک ګامونه واخلي.

مګر دا خبره باید په پام ولرو چي د مسکو له مجلسه باید زیاته تمه و نه لرو، ځکه دا یوه مقدماتي غونده ده. او دا لومړی ځل دئ چي طالبان په یوه بین المللي ناسته کي رسما برخه اخلي.

پوښتنه: هغه کوم اړخونه دي، چې ګډون یې یادې غونډې ته ارزښت ورکړی؟

جواب: د مسکو په کانفرانس کي د طالبانو ګډون ښايي تر بل هر څه زیات اهمیت ولري، ځکه پخوا تل د افغانستان په مورد کي کانفرانسونه د دوستانو تر مینځ تفریحي او عبثي ناستي وې. په بل عبارت، هلته به د قضیې اصلي اړخ، چي طالبان او امریکایان جمع د کابل رژیم دئ، نه ول موجود. مګر دا ځل به طالبان،‌ امریکایان، افغانان، چین، هند، ایران، پاکستان، او د مرکزي اسیا هیوادونه برخه پکښې واخلي.

خو دا کرت د مسکو د غونډي یوه لویه کمزوري دا ده چي د افغان مدني ټولني استازي، مستقل او آزاد منورین، او آزاد وطنپال افغان نخبه ګان په کي برخه نه لري. مسکو ته پکار وه چي پدې کانفرانس کي ئې د افغان خاموش اکثریت ځیني مخور استازي هم شامل کړی وای. که چیري مسکو دا کار کړی وای،‌ د مسکو غونډه به واقعا یوه بین المللي غوغا جوړه کړی وای، او هم به ئې په افغانانو کي زیات حمایت تر لاسه کړی وای. د مسکو فورمټ وزن او اعتبار به لا جګ سوی وای.

مسکو باید پدې برخه کي جدي فکر کړی وای، ځکه چیري مسکو افغان مستقل منورین ور دعوت کړي وای، دا کار به په افغانستان کي د واشنګټن ظالمانه پالیسي او شرارت ښه رابرسېره کړی وای. او مسکو به پدې توانېدلی وای چي خپل حریف ته سخته صدمه ور ورسوي.

پوښتنه: په دې غونډه کې د افغان حکومت حیثیت څومره دی؟

جواب: ستاسو په جواب کي باید ووایم چي د کابل رژیم اصلا کوم بین المللي حیثیت نه لري. د کابل ژریم یو منفور، مزدور، او ګوډاګی رژیم دئ چي نن ورځ ټول عالم باندي ملنډي باندي وهي. د کابل رژیم نه پخوا کوم حیثیت لاره، او نه به هم په آینده کي کوم وقار ولري.

د مسکو غونډي ته د افغان د هیات ترکیب دونه ریشخند دئ چي ښايي په مسکو کي ئې هیڅوک جدي تلقي نه کړي.

ټول افغانان او بین المللي ټولنه پدې ښه پوهېږي چي د غني – عبدالله د رژیم وخت تېر دئ. د غني – عبدالله د رژیم بېړۍ غرقه ده،‌ او همدا وجه ده چي پخواني یاران او مداحان ئې یو په بل پسې تر غورځي. او هر یو د ځان د بچولو په غم کي دئ.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *