امریکا: په کلوپ برید، ۱۲ کسان وژل شوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

امریکا: په کلوپ برید، ۱۲ کسان وژل شوي – افغان وطن

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې په یو نایټ کلپ خونړۍ برید شویو چې زیاته مرګ ژوبله یې اړولې ده.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ویلي، د شپې په کلوپ د برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.

د کالیفورنیا پولیسو لاس انجلس ورځ پاڼې ته ویلي، چې یاده پیښه د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس لویدیځ ته په ۶۰ کلیومترۍ کې د ټاوزنډ اوکس د سیمې د بودرلاین ایند ګریل په نامه د شپې په یو کلوپ کې شوې ده.

د کالیفورنیا ایالت پولیس د پیښې سیمې ته رسیدلي او ویلي یې دي، بریدګر ۳۰ مرمۍ ویشتلي چې په ترڅ کې یې ۱۲ کسان مړه او ګڼ نور ټپیان دي

یاده دې وي چې له برید وروسته د کلوپ تر څنګ د بریدګر مړی هم موندل شوی، خو دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې بریدګر په خپله او که د بل چا لخوا وژل شوی دی.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *