د مالټې د پوستکي حیرانونکې ګټې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د مالټې د پوستکي حیرانونکې ګټې – افغان وطن

مالټه د دې تر څنګه، چې په خپله هم زیات شمیر ګټې لري؛ خو پوهانو دا ثابته کړې، چې د مالټې پوستکی هم پخپل ترکیب کې داسې مواد لري، چې د ډول ډول ناروغیو مخنیوی کولی شي.

پوهان وایي، چې د مالټې پوستکی د هغو کسانو لپاره، چې زیات وزن ولري خورا ګټور دی. دوی وایي، چې د مالټې په پوستکي کې یو ډول داسې مواد شتون لري، چې که وخوړل شي؛ نو د زیات وزن د کمولو تر څنګ هغه کنټرول هم ساتي.

پوهانو پر دې سربیره ویلي، چې د مالټې پوستکی د انسان د پوستکي په رنګ باندې هم اغیزه کوي، چې خوړل یې د انسان د پوستکي رنګ روښانه ساتي.

همداشان دوی وایي، د مالټې پوستکی یو له هغه روغتيايي څيزونو څخه دی، چې که وخوړل شي؛ نو قبضیت او زیات شمیر تنفسي ناروغۍ ختمولی شي.

په ورته وخت کې روغتياپالانو د مالټې د پوستکي په اړه داسې څه هم موندلي ، چې خوړل یې د زیاتو خطرناكو ناروغیو مخنیوی کولی شي.

د دوی په خبره که د مالټې پوستکی د دې پرځای، چې وغورځول شي؛ بلکې بایده دي، چې وخوړل شي؛ ځکه د مالټې پوستکی هغه مواد پخپل ترکیب کې لري، چې د زړه او کینسر د ناروغیو په مخنيوي کې رغنده رول لري.

تکل مبین

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *