د ناکامۍ ځينې مهم سببونه – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د ناکامۍ ځينې مهم سببونه

دغه مطلب کې موږ د ناکامۍ ځينې هغه اسباب ذکر کوو، چې پوهانو یې په اړوند څرګندونې کړې دي او په دې باب کې اړین هم بلل شوي دي.

ناوړه ارثي مخینه، په ژوند کې د یوه مشخص هدف نه موجودیت، د پرمختګ لپاره نه لېوالتیا، ناکافي زده کړې او د شخصي نظم یا انضباط نه مراعاتول هغه څه دي، چې د ناکامۍ اسباب بلل شوي دي.

دا ډول ناوړه روغتیايي وضعیت، د ماشومتوب په دوران کې د ناوړه چاپیریال اغېزې، لټي او کسالت، کمزوری هوډ، ناوړه شخصیت، له حد وتلی شهوت، پر بې ګټو کارونو د پیسو لګولو لېوالتیا او پڅې پرېکړې هم انسان ناکامولی شي.

په ورته وخت کې شپږګونې وېره، د واده لپاره د نامناسب کس ټاکنه، له حده ډېر احتیاط، په کاروبار کې له ناوړه کس سره شراکت، تعصب او خرافات، د ناوړه مسلک انتخاب او پر فعالیتونو نه تمرکز د ناکامۍ له اسبابو شميرل کیږي.

باید وویل شي، چې بې ځایه لګښتونه، بې میلي، بې حوصلې کېدل یا له زغم څخه کار نه اخیستل، نا انډولي، له نورو سره د همکارۍ د روحیې نه موجودیت، بې زحمته واک او صلاحیت، قصدي خیانت، کبر او ځان غوښتنه، هوايي اټکلونه (له فکر پرته عمل) او د پانګې نه شتون ټول هغه څه دي، چې د پوهانو په خبره؛ د ناکامۍ تر دروازې مو رسولی شي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *