ننګرهار: د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې افغان سرتیري وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

ننګرهار: د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې افغان سرتیري وژل شوي

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې امریکایي هوایي ځواکونو په افغان سرتیرو هوایي برید کړی او دوه تنه افغان سرتیري، درې تنه د داعش خلاف ولسي پاڅونکونکي یې وژلي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي

دغه پیښه بیګا شپه رامنځ ته شوې ده

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي هم منلې، چې په دغه هوایي برید کې افغان سرتیرو او ولسي پاڅونکونکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو نوموړي د امریکایانو دغه کړنه یوه تیروتنه بللې ده

د ننګرهار په نازیانو کې دغه برید په هغو ولسي پاڅونکونکو او افغان سرتیرو ترسره شوی، کوم چې په سیمه کې د داعش جنګیالیو خلاف راوتلي وو

تر دې وړاندې هم امریکایي ځواکونو هغه ډلې په نښه کړي چې د داعش پرخلاف جنګیدلې

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *