د امریکا مینځمهاله انتخابات، افغانستان، او یو لنډ تحلیل! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

د امریکا مینځمهاله انتخابات، افغانستان، او یو لنډ تحلیل! – افغان وطن

د متحده ایالاتو د مینځمهالي دورې انتخابات به واشنګټن نور هم سره ووېشي. دا انتخابات به واقعا د امریکا پر داخلي او خارجي سیاست باندي ژوره اغېزه ولري. پدې انتخاباتو کي په کانګرس کي د دیموکرات ګوند یو څرګند اکثریت وګتی. لهذا د دیموکراتانو کامیابي به جمهوريپال ټرمپ له سترو چلنجونو سره مخامخ کړي.‌ دیموکراتان به هڅه وکړي چي د مالیاتو، خارجي جنګونو، د روسیې د تحقیقاتو، صحي بېمې، مهاجرت، او نورو مهمو مسایلو په اړه د ټرمپ پلانونه ور چلنج او یا ور شنډ کړي.‌

دغه راز، د امریکا په سنا کي د جمهوريپالو اکثریت به کانګرس هم سره ووېشي، او د نویو قوانینو او لایحو د پاسولو پروسه به لا مشکله کړي.

دې مینځمهالو انتخاباتو د جمهوريپالو افراطیت او نژادي سیاست ښه رابرسېره کړ. پدې انتخاباتو کي جمهوريپالو او ټرمپ د مهاجرو پر ضد کلکي او کاذبي خبري وکړې، او غوښتل ئې چي په امریکایانو کي بېره او خوف خور کړي. خو له نېکه مرغه اکثرو امریکانانو د ټرمپ او جمهوريپالو د ډار خورولو کاذب سیاست ور رد کړ.

د مینځمهالو انتخاباتو راوروسته به د کانګرس دیموکرات استازي هڅه وکړي چي د افغان د جنګ پر ضد خپل موقف نور هم پیاوړی کړي. ځکه پدې انتخاباتو کي د امریکا په ولسي جرګې کي د دیموکرات کاندیدانو څرګند بری هغوی ته د دې قانوني صلاحیت ورکوي چي د افغان د جنګ پر ضد دریځ غوره کړي.

دیموکراتان غواړي چي پر داسي وړاندیزونو باندي کار وکړي چي د افغان د جنګ ټول قانوني توجیهات رد کړي. د سپټمبر د یوولسمي د ترورستي حملو راوروسته، د امریکا کانګرس د هغه وخت جمهورریس بوش ته داسي اختیارات ورکړ چي بې سابقې ول.

همدااوس د امریکا په کانګرس کي پر هغو قانوني صلاحیتونو غور روان دي چي کانګرس ته ددې قانوني صلاحیت ورکوي چي د امریکا ټاپ مامورین، فوجي قومندانان، دفاعي قرار دادیان، او خارجي ملګري د بشري جرمونو، اداري فساد، او جنګي جرمونو د کولو په خاطر مسول وګڼي، او محکمو ته ئې راکش سي.

په کانګرس کي، د کلفورنیا د ایالت مترقي دیموکراته استازې، مېرمن باربرا لي، کوښښ کوي چي د جمهورریس ټرمپ څخه همدا اضطراري صلاحیتونه بېرته واخلي. ځکه هغه وايي،«د کانګرس زیات استازي اوس پدې عقیده سوي دي چي همدې صلاحیتونو د ابدي جنګونو لپاره لاره اواره کړې ده.»

بلخوا، په نویو انتخابات سویو دیموکرات استازو کي د افغانستان د جنګ د ختمولو لپاره پراخ حمایت موجود دئ. زیاتره نوي انتخابات سوي استازي د دیموکرات حزب په مترقي او چپي جناح پوري اړه لري، او د امریکا د ابدي او دایمي جنګونو سخت مخالف دي. هغوی پخپلو انتخاباتي کمپېنونو کي د همدې جنګونو د ختمولو وعدې ورکړي وې، او هغوی پوهېږي چي مطلق اکثریت امریکایان د افغان له جنګ سره مخالفت لري، او غواړي چي امریکايي عسکر ژر تر ژره له افغانستانه را وایستل سي. اکثره همدا مترقي چپ دیموکراتان پخوانی جمهورریس اوباما پدې ملامتوي چي امریکايي عسکر ئې له افغانستانه را و نه ایستل.

د کانګرس همدا نوي مترقي چپ استازي به په افغانستان کي د امریکا پر ښکاره ناکامیو باندي ټینګار وکړي، او هغوی به وايي چي امریکا پدې نده توانېدلي چي په افغانستان کي ثبات راولي. جنګسالاران ختم کړي. د مخدره موادو قاچاق راکم کړي، او اجازه ور نه کړي چي افغانستان یو ځل بیا د افراطیانو مرکز سي. هغوی به وايي چي د کابل رژیم تر بل هر وخت کمزوری، فاسد، رشوتخوره، او لړزانه دئ. طالبان پرمختګ کوي، ‌او جنګ یو کامل نظامي بن بست ته رسېدلی دئ.

د کلفورنیا د ایالت دیموکرات استازي مېرمن لي وایي،«ما تل په افغانستان کي د یوه دپلوماتیک حل ملاتړ کړی دئ، او د جنګ د ختمولو لپاره مي مبارزه کړې ده. مګر له بده مرغه د افغانستان جنګ موږ دپلوماتیک حل ته نژدې نه کړو، بلکي نور هم ترې لیري کړو.»

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *