د پیاده ګرځیدلو څو ګټې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د پیاده ګرځیدلو څو ګټې – افغان وطن

۱- پیاده ګرځیدل مو فشار کنټرول ساتي.

۲- هډوکي کلک ساتي.

۳- سرطان خطر کموي.

۴- د ویني غوړ او کلیسترول مو نورمال ساتي.

۵- اندېښنې، د زړه تلوسې مو را کموي او یا یې بیخي له مېنځه وړي.

۶- هغو ناروغانو ته ډېره ګټه رسوي، چې د حاجت لپاره تشناب ته زیات ځي ـ راځي.

۷- خپګان مو کموي او مزاج مو سالم ساتي.

۸- بدن مو غټ والي ته نه پریږدي او وزن مو نور مال ساتي.

۱۰- ارزانه او غوره حل لاره ده او هر چاته د لاس رسي وړ ده، په تېره هغو ته چې د سپورت لپاره وخت یا ځای نه لري.

۱۱- دا چې تاسې په قدم وهلو پېسې نه ورکوئ او ستاسو خپل تولید دی، نو ښه ده چې دا مادي ګټه ترې واخلئ.

۱۲- تاسې ښه فعال ساتي او هر چېرته به په اسانۍ تګ ته زړه ښه کوئ او په لېوالتیا سره به خپلې موخې پسې ځئ.

۱۳- بدني تمرین دی، چې ستاسو بدن ورسره غښتلی کیږي او هر وخت به مو بیا په لنډ مزل پښې نه دردیږي.

۱۳ – عضلات او نسجونه مو له هر ډول ناروغېو ژغوري.

۱۵- څوک چې د زړه حملې (Hearth Attack) لري تر ډیره یې دا خطر راکموي او د زړه هر ډول ناروغي هم له مېنځه وړي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *