طالبانو فراه کې ۳۷ تنه بندیان عسکر ازاد کړي دي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

طالبانو فراه کې ۳۷ تنه بندیان عسکر ازاد کړي دي – افغان وطن

وسلوالو طالبانو ویلي چې په فراه ولایت کې یې ۳۷ تنه په جګړو کې نیول شوي افغان عسکر ازاد کړي دي

د وسلوالو طالبانو ویاند ”قاري یوسف احمدي“ رسنیو ته په یوه استولي خبر کې ویلي چې دغه ۳۷ تنه افغان سرتیري په تیرو څلورو میاشتو کې په جګړو کې نیول شوي وو

احمدي زیاته کړې چې یادو سرتیرو ته یې په تیرو څلورو میاشتو کې د یومنظم تقسیم الاوقات له لارې دیني او اخلاقي زدکړې ورکړي دي او د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې ازاد شول

نوموړي یادونه کړې چې یاد سرتیري یې د خپل مشر د بښنې په ځانګړي فرمان سره ازاد کړي دي

د وسلوالو طالبانو ویاند همدا راز ویلي چې د تیرې ورځې د پشتکوه ولسوالۍ په بندي عسکرو کې شپږ تنه زخمیان وو چې د انساني همدردي او د ښه علاج په موخه یې د سره صلیب له لارې خپلو کورنیو ته سپارلي دي

له یادو ۳۷ تنو بندیانو څخه وعده اخیستل شوې چې تر دې وروسته به د افغان دولت په اداره کې دندې نه تر سره کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *