غزل / شاعر: سید شاه سعود – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل / شاعر: سید شاه سعود – افغان وطن

یخني ده او په یخ کې لمبیدلې دي لمبې
چا اور نه په لاسونو رانیولي دي لمبې

چی سا مې تیروله مازیګر نو ورسره
ګوګل ته غلې غلې شان راغلي دي لمبې

چې کوم طرفته ګوري انګارونه جوړوي
یو کس په خپلو سترګو کې ساتلي دي لمبې

مشرق دی که مغرب دی که عرب دی که عجم
بس تشو پښتنو ته یې سپارلي دي لمبې

دا اوس چې راسره ده په غزلو کې ایره
بیګا مې خپل وجود سره تللي دي لمبې

که چای دي که ډوډۍ ده که سکړک دی که سابه
سعوده ما په هر څه کې خوړلي دي لمبې

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *