د ناټو سرمنشي ینس ستولټنبرګ په ناڅاپي دوره کابل ته راغلی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

د ناټو سرمنشي ینس ستولټنبرګ په ناڅاپي دوره کابل ته راغلی – افغان وطن

افغان دولت وایي چې نن د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یو ناڅاپی سفر کابل ته راغلی ده

په دې اړه له ارګ څخه په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې افغان ولسمشر اشرف غني به له غرمې وروسته له سټولنټبرګ سره وګوري او دواړه به په ګډه مطبوعاتو ته وینا وکړي

تر اوسه د سټونټلبرګ کابل ته د راتللو موخه نده په ډاګه شوې چې نوموړی د څه دپاره راغلی ده

د ناټو سرمنشي په داسې مهال په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی چې څو ورځې بعد په مسکو کې د افغان سولې په اړه یوه غونډه جوړیدونکې ده چې د وسلوالو طالبانو تر څنګ امریکا او افغان دولت ته هم پکې بلنه ورکړل شوې ده خو افغان دولت په دغه غونډه کې د نه ګډون خبره کړې ده

بل لورته وسلوالو طالبانو ویلي چې د مسکو په غونډه کې دوی ګډون کوي او دا یې یو طلایي فرصت بللی تر څو دوی د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته خپل دریځ روښانه کړي

باید یادونه وکړو چې راتلونکې میاشت په بروکسل کې هم د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغان جګړې په اړه غونډه تر سره کوي

د ناټو سرمنشي په داسې مهال افغانستان ته راغلی چې څو ورځې مخکې د افغان سرتیري په یو برید کې د امریکایي ځواکونو یو میجر ووژل شو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *