اجرائیه رئیس: نړیوال اسلامي پوهنتون به کابل ته ولېږدول شي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

اجرائیه رئیس: نړیوال اسلامي پوهنتون به کابل ته ولېږدول شي – افغان وطن

د حکومت اجراییه ریاست خبر ورکړی، چې نړیوال اسلامي پوهنتون به په کابل کې جوړ شي

د وزیرانو شورا ته په وینا کې عبدالله عبدالله ویلي، که چېرته ننګرهاریان په ننګرهار کې د دغه پوهنتون پر جوړېدو ټینګار ته دوام  ورکړي، نو ښایي دا پوهنتون بل هېواد ته ولېږدول شي.

د ډاکټرعبدالله عبدالله په خبره، د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د پوهنتون د جوړېدو پرېکړه کړې ده

نوموړی وایي، چې د دغه پوهنتون به دوې څانګې پرانستل شي، چې یوه به یې کابل او بله به یې ننګرهار کې وي

د دغه پوهنتون په کابل کې د جوړېدا هڅې په داسي وخت کې ترسره کیږي، چې د بنسټ ډبره یې په زر جریبه ځمکه کې جلال اباد ښار ته نږدې د غازي امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه ایښودل شوې ده او څلور دېوالونه یې هم څه نا څه درول شوي دي

د ننګرهار او د ختیځو ولایتونو د فعالان په دې خبره خورا غوسه شوي دي، چې له ننګرهار څخه دې نړیوال اسلامي پوهنتون کابل ته ولېږدول شي

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *