فراه پشتکوه کې افغان عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

فراه پشتکوه کې افغان عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده – افغان وطن

د فراه ولایت څخه راپورونه وایي چې ددې ولایت په پشتیکوه ولسوالۍ کې ۵۰ تنه افغان عسکر وژل شوي دي

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړي ګل احمد فقیري ویلي چې تیره شپه د وسلوالو طالبانو په برید کې د افغان سرتیرو یو کنډک سقوط کړی او ۵۰ تنه سرتیري پکې وژل شوي دي

د یاد ولایت د ولایتي شورا بل غړی دادالله قانع هم د افغان ځواکونو یاده مرګ ژوبله تائیدوي او زیاتوي چې د یاد کنډک زیاته اندازه اسلحه او تجهیزات وسلوالو طالبانو له ځانه سره وړي دي

وسلوالو طالبانو ویلي چې د پشتکوه په ولسوالۍ کې یې د افغان عسکرو یو کنډک نیولی ۳۰ تنه سرتیري یې وژلي ۲۰ تنه یې ژوندي نیولي دي

طالبانو ادعا کړې چې د یاد کنډک په نیولو سره ۱۳۰ میله سپکه او درنه وسله او نور تجهیزات ددوی لاسته ورغلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *