کابل: په باګرامیو کې د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ نښته شوې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

کابل: په باګرامیو کې د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ نښته شوې – افغان وطن

د کابل څخه تازه راپورونه وایي چې ددې ولایت باګرامیو ولسوالۍ په ګوسفندره سیمه کې د افغان پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ نښته شوې ده

د سیمې اوسیدونکي وایي چې افغان پولیسو په مظاهره چیانو ډزې کړي دي او شپږ تنه مظاهره چیان یې ټپیان کړي دي

ویل کیږي چې افغان دولت په دغه سیمه کې یو شمیر کورونه نړولي او دعوه کوي چې دغه کورونه په حکومتي غصب شوې ځمکه جوړ شوي

خو د سیمې اوسیدونکي وایي چې دا ځمکه د دوی خپله ځمکه ده اوس په حکومت کې ځینې زورواکي غواړي د دوی شخصي ځمکې غصب کړي

له همدې امله د سیمې اوسیدونکو د حکومت د دې اقدام پر خلاف مظاهره شروع کړې وه چې د پولیسو له لوري پرې ډزې وشوې او شپږ تنه مظاهره چیان یې ټپیان کړل

څه موده مخکې هم افغان عسکرو د خوست په اسماعیل خیلو ولسوالۍ کې د خلکو کورونه په دې نوم نړولي وو چې ګواکې په حکومتي ځمکه جوړ کړل شوي دي چې هلته هم د سیمې خلکو مظاهره کړې وه او پولیسو مظاهره چیان ویشتلي وو

دا لومړی ځل نه ده چې افغان پولیس په مظاهره کونکو ډزې کوي، بلکه تر دې وړاندې هم لسګونه ورته پیښې رامنځ ته شوي چې د پولیسو له لورې مظاهره چیان په ډزو ویشتل شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *