پلخمري کې افغان ځواکونو عملیات شروع کړي دي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

پلخمري کې افغان ځواکونو عملیات شروع کړي دي – افغان وطن

د بغلان ولایت څخه را رسیدلي راپورونه وایي چې د تیرې ورځې راهیسې ددې ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې افغان ځواکونو عملیات شروع کړي چې له امله یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده

له سیمې څخه عیني شاهدان وایي چې افغان ځواکونو د ډنډغوري په سیمه کې هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي او د ملکي خلکو کورونه یې ویجاړ کړي دي

د سیمې یو تن اوسیدونکي سید محمد د افغان وطن همکار ته ویلي چې د افغان ځواکونو د بمبار دلاسه په سلګونه کورنۍ په دې یخه هوا کې له سیمې تښتیدلي دي او ځینې خلک په سیمه کې محاصره پاتې دي چې د طیارو د برید له ویرې له کورونو نه نشي راوتلی

د نوموړي په وینا چې تر اوسه په دغو عملیاتو کې د ډنډ غوري په جوینو ،ملایانو کلی او شاوخوا سیمو کې پنځو تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو عملیات کړي چې له امله یې د سیمې د اوسیدونکو په وینا یویشت تنه عام کلیوال د ښځو او ماشومانو په شمول وژل شوي دي او زیات شمیر دوکانونه او د خلکو کورونه یې په بمونو الوزولي دي

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني هم دغه ولایت ته سفر کړی وو او ددې ولایت له اوسیدونکو سره یې د امنیت، بیارغونې، او نورو چارو کې د مرستو ژمنې تر سره کړې وې

خو د نوموړي د سفر په دوهمه ورځ افغان ځواکونو له لوري پکې عملیات تر سره شول

همدا راز بیګا شپه په پروان ولایت کې هم افغان ځواکونو چاپه وهلې چې هلته یې هم د ملکي خلکو کورونه نړولي او یو شمیر ملکیان یې وژلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *