زَما مُلا زَما مفتي! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

زَما مُلا زَما مفتي! – افغان وطن

خامل وردګ

تر ټولو غټ او دردونکي دروغ دادي چې وایي: پخوانی جهاد افغانانو د مفتي محمود صاحب په فتوا شروع کړی و! دردونکي مې ځکه ورته ووې چې ځینې سم او په خبره پوی خلک هم همدا نغاره ډنګوي!! دوی سکه وایي، چې د موږ په وطن کې دومره د خلکو نیستي وه چې د داسې یوې مهمې سیاسي او اجتماعي پېښې(کمونستي انقلاب) په وړاندې د موقف ګیرۍ په سلسله کې باید د همسایه ملک کوم مخور عالم، افغانان رهبري کړي وای!!

څومره مو چې له خپلو ذیدخله او د هماغه وخت له مطرحو مشرانو نه شفاهي اورېدلي او سل په سل کې واقعیت هم دی هغه دادي، چې د کمونستي کودتا په مهال د هېواد ټول علماء، د کابل له حضراتو سره له پخوا را هیسې، په علمي، روحاني او سیاسي مزیو باندې په منظم ډول مربوط ول، چې له وخته یې په دولتي ادارو کې د کمونستانو تشبث، نفوذ او سیاسي فعالیت ته جدّي پام و.

ملایان، په کلیو او بانډو کې د خپل ولس په منځ کې، په امامت، تدریس، د ولس په تربیه او رهبري مصروف ول، چې دا تاریخي فاجعه را منځ ته شوه!

دوی علمآ او د هېواد د سیاسي حالاتو نه په تأثر، ذهنآ داسې جوړ ول چې محضِ د کودتا له اعلان سره سمدستي، هر یوه خپلو مقتدیانو ته د قیام او جهاد فتوا، روحیه او انګېزه ورکړه، چې باالآخره د کمونستي حکومت لخوا په زر ګونو علماء داسې اسیران شول چې ترننه یې هم درک نشته!

د دوی له منګولو نه خلاصو علماوو د هجرت په کولو، څه وخت وروسته وطن ته په راستنېدو د جهاد مرکزونه آباد او جهاد پیل کړ. نو اوس تاسې ووایاست چې د دې فوق الذکر جریان په کوم ځای کې، د مفتي صاحب فتوا ور ننباسئ؟ واللّه که خو هېڅ ځای هم پکې وي.

دا سمه ده چې د نورې اسلامي نړۍد علماوو په څېر به، محترم مفتي صاحب هم د خپل علمي او سیاسي موقف په مقتضاء د دې جهاد په تأیید کې فتوا ور کړې وي؛ خو دا، او دا غلطِ مشهور خبره سخخخخته ډېر فرق سره لري!

کومو مجاهدینو چې د خپلو ملایانو په خوله، قیام او جهاد کړی، ورشئ که کوم یو یې ژوندی پاته وي؛ نو ترې وپوښتئ چې مفتي محمود صاحب پېژنې؟ قسم پخدای که یې اوس هم لا وپېژني! که یې وپېژندو زه ناغه درکوم. نو د خدای روی ومنئ د خپلو علماوو کارنامې په لوی لاس د نورو لمن ته مه اچوئ کنې دا به مو له خپلو اسلافو سره ستره جفا کړې وي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *