نسوار، ترکیب او تاریخچه یې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

نسوار، ترکیب او تاریخچه یې – افغان وطن

لیکنه: نور احمد شاکر

نسوار د څو اجزاو څخه مرکب څیز دی چې د نړۍ په کچه زیات معتادین لري.

عموما نسوار په دوه ډوله ویشل کیږي لومړۍ یې د پزې نسوار دي، چې د زکام په وخت کې د پزې په خلاصون کې تر ټولو ښه ثابت شوي، دوهم یې خاشته نسوار دي چې د تمباکو له وچو پاڼو او یو څه نورو اجزاوو لرونکي دي، چې خلک یې د ژبې لاندې یا د غاښونو تر څنګ ږدي او خپل اثر په ۵ پنځو دقیقو کې ښکاره کوي.

ترکیب:

د نسوارو اصل فرموله د تماکو ټکیدلي پاڼې دي، چې په لمر سره وچولی شي، په څنګ کې ورسره د چونې یا صنوبر اوبه، دلاچي اوبه، د ګلاب اوبه، د کونځلو تیل، شات، نارنج او ایره ګډول کیږي.

د تمباکو پاڼې نیکوټین لرونکي دي، چې د روغتیا لپاره ډیر مضر ښودل شوې دي، خو دا چې نسوار نسبتا له سیګرټو یوه اندازه ښه دي، ځکه خو عام عادت ګرځیدلی دی، په دې معنی چې په سیګرټو کې نیکوټین، کاربن مونو اکسایډ او نایټروجن خلت شوي وي، چې د سږو لپاره تر ټولو مضر پیژندل شوی دی.

تاریخچه یې:

د نسوارو په اړه د کره تاریخچې په باب کوم معلومات نشته، خو البته بعضې هغه څه چې ویل کیږي هغه داسې دي، په ۱۴۹۳م کې کولمبس د خپلو ملګرو سره د پرتګال نه د لاطیني امریکې ساحل ته ورسید، هلته دۀ ولیدل چې د هغه ځای خلک خاشته تماکو د نشې لپاره کاروي، خو هغه نسوار به د هډوکو نه په جوړو شویو ټیبونو کې ساتل کیدل تر څو خراب نشي، بیا له دې ځایه یوه مسیحي پادري د نسوارو فرموله له ځان سره هاسپانیي ته یوړله چې د هاسپانیې یو تاجر د اشیبلیه په ښار کې د دې جوړول او پلورل پیل کړل.

له دې وروسته په کرار کرار د نسوارو عادت د فرانسې نه انګلستان، سکاټلینډ، چاپان، چین، افریقا، ﺍﻳﺮﺍﻥ، ﻣﺮﮐﺰﻱ ﺍﻳﺸﻴﺎ، ﺭﻭﺱ، ﻻﻃﻴﻨﻲ، ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ، ﻳﻮﺭﭖ ﺍﻭ ﻋﺮﺏ ﻣﻠﮑﻮﻧﻮ ته په چټکتیا پیل وکړ او د همدغه ځای خلکو له نسوارو سره عادت پیدا کړ.

د نسوارو په دې بد عادت ډیر ځله بندیزونه هم لګول شوي دي، ځکه ویل کیږي چې کله په ۱۶۶۵م کې د لندن په ښار کې د طاغون وبا ګډه شو؛ نو خلکو د نسوارو په خوړلو شروع وکړه، تر څو له دې مرض څخه پرې ځانونه بچ وساتي، چې له دې سره یې د نسوارو غوښتنه هم زیاته شوه، خو د هغه وخت پاپ په کلیساو کې په نسوارو بندیز ولګاوه تر دې چې هغه کسان به یې له مسیحیت ویستل کومو به چې نسوار کول، خو شراب کول په خپله د کلیسا د پاپ عام عادت وو.

بلخوا د فرانسې باچا دیارلسم لویي د نسوارو ډیر شوقي وو، خو بل پلوه د فرانسې باچا پنځلسم لویي د خپل واک پر وخت په نسوارو بندیز ولګوه.

له دې وروسته په ۱۶۴۳م کې د روس زار مایکل د نسوارو په خرڅلاو بندیز ولګوه ﺍﻭ ﻓﺮﻣﺎﻥ ﻳﯥ ﺟﺎﺭﻱ کړ ﭼﯥ ﮐﻪ ﭼﺎ ﻧﺴﻮﺍﺭ وکړه ﻧﻮ ﭘﻮﺯﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺮﯦﮑﻮﻱ ﺍﻭ ﮐﻪ ﭼﺎ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﺗﺮﯤ ﻻﺱ وانخیست ﺩ ﻣﺮګ ﺳﺰﺍ ﺑﻪ ﻭﺭته ﻭﺭﮐﻮﻱ.

د انګلیستا د شاهي ټبر د میرمنو په اړه هم ویل شوي چې هغوی به نسوار کول او اوس هم د ونډسر په ماڼۍ کې یوه زیرمه شته چې هلته پکې د نسوارو ډبرې او نور توکې موجود دي.

خو دا چې په یورپ کې په شتمنو خلکو کې نسوارو نوی عادت پیدا کړی وو؛ نو د یورپ شتمنو خلکو به د دې لپاره چې له بې وزلو سره یې توپیر وشي نسوار کول، ځکه بیوزلو خلکو به سیګرټ څکول، شراب او بیر به یې څښل او هغه وخت همدا یو عادي څیز ګڼل کیده.

د پخواني وخت شتمنو خلکو به د نسوارو د قدر او شرف په خاطر د نسوارو لپاره د سرو زرو، سپینو او له قیمت بیه لرګي (ﺭﻭﺯﻭﻭډ) څخه ورته کوتي جوړ کړي وو.

خو دا چې نسوار یو عام عادت دی، ځکه خو ورته په هر وخت او ځای کې جلا جلا نومونه اخیستل کیدل/کیږي، ﺩ ﺩﺭﯦﻢ ﺟﺎﺭﺝ ﻣﻠﮑﯥ ﺷﺎﺭلټ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﺴﻮﺍﺭﻱ ﺷﺎﺭلټ ﻭﻳﻞ، ﺩ ﺟﺮﻣﻨﻲ ﺩﻭﺩﻳﺰﻩ ﻧﺴﻮﺍﺭ ﺷﻤﻠﺰﺭ ﺍﻭ ﺑﺮﺍﺯﻳﻞ ﻧﻮمیږﻱ کوم ﭼﯥ ﺩ ﺳﻮﻭﻧﻮ ﮐﺎﻟﻮ ﻧﻪ ﺟﻮړېږﻱ ﺍﻭ ﺍﻭﺱ یې ﻫﻢ ﺧﻠﮏ خوښوﻱ او زموږ په علاقو کې هم په تور، شنه، ژیړ، د برړې نسوار او د لړم په نسوارو سره نومول کیږي.

یاده دې وي چې د نړۍ په پرمخ تللو هیوادونو کې د نسوارو ادارې خپلې ویب پاڼې او کارکونکي یې خپل کلبونه هم لري.

دا هم مه هیروئ چې د هند ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻪ ﻭﭼﻪ ﮐﯥ په پښتنو د ملنډو وهلو لپاره د دوی په مخ کې د نسوارو یادونه کوي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *