غزني: وسله والو طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ نیولې ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

غزني: وسله والو طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ نیولې ده – افغان وطن

د غزني ولایت له سیمه ییزو چارواکو څخه ترلاسه شوي خبرونو کې راغلي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ نیولې ده

ویل کیږي یاده ولسوالي وسلوالو طالبانو د یو وسلوال برید په ترڅ کې نیولې

برید تیره شپه ترسره شوی

په برید کې ۸ تنه افغان سرتېري هم وژل شوي دي

د ولایتي شورا رییس نصیر احمد فقیري وایي، چې پرون شپه وسله والو طالبانو پر دغه ولسوالۍ برید پیل کړ، چې په پایله کې یې د ګڼو امنیتي سرتېرو د ټپي کېدو تر څنګ ۸ تنه عسکر هم وژل شوي

د دغه ولایت د پولیسو ویاند هم د ۸ سرتېرو وژل کېدل مني خو د ولسوالۍ د سقوط په اړه یې څه نه دي ویلي

بلخوا وسله والو طالبانو هم د دغه برید پخلی کړی دی

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دوی ملګرو په دغه برید کې ۱۸ امنیتي سرتېري وژلي او ۶ تنه نور یې ژوبل کړي دي

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *