عبدالله عبدالله: د ننګرهار او لغمان د برېښنا په اړه اساسي بحث کوو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

عبدالله عبدالله: د ننګرهار او لغمان د برېښنا په اړه اساسي بحث کوو – افغان وطن

ډاکټر عبدالله عبدالله د ننګرهار او لغمان د برېښنا په اړه اساسي بحث کوي

نوموړي ویلي، د یادو دوو ولایتونو د برېښنا په اړه په امنیت شورا کې اساسي بحث کوي او د دغې ستونزې په دایمي ډول د حل کولو پلان لري

عبدالله عبدالله په دغه تړاو د برېښنا شرکت له مشر امان الله غالب سره خبرې کړې دي چې له مخې به هغه خپله طرحه امنیت شورا ته وړاندې کړي

عبدالله عبدالله خلکو ته د دغه ستونزې د حل کېدو لپاره د اعتراض او نیوکو کولو حق ورکړی دی

نوموړی وایي:
” د لغمان په باد پښ کې د برېښنا د مزو پرېکېدو د ننګرهار او لغمان په اقتصادي وضعیت بد اغېز کړی او خلک یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي. دا ستونزه باید په اساسي ډول حل شي“

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *