څرنګه افغان مهاجرینو په فرانسې کي کریکیټ باب کړ؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

څرنګه افغان مهاجرینو په فرانسې کي کریکیټ باب کړ؟ – افغان وطن

کله چي د سنېټ-عمر د کلب د کریکیټ لوبغاړو لوبه وګټله، هغوی په پښتو نارې او خوشحالۍ پیل کړې. د هغوی تماشا تاسو ته دا احساس درکاوه چي ښايي تاسو په افغانستان او یا پاکستان کي‌ یاست. خو داسي نه ده. دا د فرانسې شمالي برخه ده.
د سنېټ -عمر د کلب کپټان ۳۲ کلن احمدزی وايي،«زموږ اصلي کامیابي له کریکیټ له میدانه بهر وي. کله چي موږ محلي فرانسوي ماشومانو ته د کریکیټ لوبه ور زده کوو.»

د افغان مهاجرو د کریکیټ دا کلب مدام د غواګانو له یوه فارم سره په یوه زرغونه چمن کي لوبي کوي.

کریکیټ هغه لوبه ده چي په فرانسه کي افغان مهاجرین سره راغونډوي، هغوی ته د یوې کمونیټي احساس ورکوي.

دا افغان مهاجرین مکتبونه ته ځي، او کارونه کوي. هغوی امید لري چي کریکیټ به ئې پدې فرانسوي ښار کي رېښې ور ټینګي کړي.‌

یو فرانسوی وايي،«هر کله چي یو افغان مهاجر سېنټ-عمر ته راورسېږي، اوله پوښتنه ئې د کریکیټ د لوبي ده، او چیري به پدې وتوانېږي چي دا لوبه وکړي. کریکیټ د هغوی سره خپل ژوند په جوړولو کي کومک کوي.» کریکیټ د لوبغاړو سره اعتماد سازي کي مرسته کوي،‌او هغوی له یوازیتوب څخه ژغوري.

په فرانسه کي کریکیټ چندان باب نه دئ. فرانسه یوازي ۵۰ راجسټر سوي د کریکیټ ټیمونه لري، او یوازي دوه میلونه لوبغاړي راجسټر لري.

په ۲۰۱۶ کي، کله چي ښاغلي احمدزي او نورو افغان مهاجرینو په یوه پارک کي کریکیټ کاوه، ښاغلي کریستوف سیلوي د هغوی ننداره کوله. کریستوف یو فرانسوی تاجر دئ. لدې حادثې څخه راوروسته، کریستوف او احمدزي د کریکیټ یو کلب افتتاح کړ. دې ټیم په یوه محلي جمنازیم کي تمرینات پیل کړل، او او پر له پسې ئې لوبي وګټلې.

نن ورځ پدې کلب کي ۳۰ تنه لوبغاړي برخه اخلي، او سنېټ -عمر نوم او نښان ئې لوړ ساتلی دئ. د سنېت-عمر په ښار کي زیات افغان مهاجرین ژوند کوي. پدې ښار کي له ۱۰۰۰۰ (لسو زرو) مهاجرینو څخه ۶۰۰۰ (شپږ زره) افغانان دي.

د سوسیالوژي پروفسور ښاغلي ویلیم ګاسپاراني وايي کسرت او ټیمي فعالیت د اجتماعي ادغام لپاره یوه ښه وسیله ده. هغه علاوه کوي،«د ماتور کلبونو مېنجران عموما محلي بزنس والا خلګ وي. هغوی په خپل محل کي ښه شبکې او ټینګ روابط لري، نو لهذا همدا واقعیت مهاجرینو ته ښه اجتماعي فرصت او پانګه پلاس ورکوي.»

واحړ فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *