غزل / دروېش درانی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل / دروېش درانی – افغان وطن

دا دلباس تر اشنایانو اغیار غوره ګڼم
هرډول مار زه دلستوڼي تر مار غوره ګڼم

هغه پر زړه باندې لګېږي دا پر تن لګېږي
زه تر کاږه نظر دکاڼي ګزار غوره ګڼم

زه خو څراغ یم په تیاروکې مې زیات قدر کیږي
دا ستاسې غم خورمه تر شپه چې سهار غوره ګڼم

چې دکعبې طرف ته ځي تر هغې لارې لا هم
زه داشنا دزړه په خوا تللي لار غوره ګڼم

زه چې ازاد ومه دروېشه ماهم ژوند خوښاوه
اوس یم دزلفو په اثرکې چې دار غوره ګڼم

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *