کابل: د یوه افغان عسکر لخوا په لوړپوړو امریکایانو برید – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

کابل: د یوه افغان عسکر لخوا په لوړپوړو امریکایانو برید – افغان وطن

د کابل په يو تعليمي مرکز کې پرون شنبه ورځ د یوه افغان عکسر له لوري په ډزو ګڼو امریکایي لوړپوړو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په دغه برید کې ویل کیږي، چې یو امریکایي عسکر وژل شوی او یو بل زخمي ده چې د وژل شوي امريکايي چارواکي هويت په ډاګه شوی دی

یاد امريکايي برينټ ټايلر نوميږي چې له دې مخکې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت یو عام عسکر ښودل کېده، خو دا وخت په ډاګه شوه چې د امريکا د يوټا ايالت د شمالي اوګدون پخوانی ښاروال او اوس د افغان کمانډو روزونکی او سلاکار وو

برينټ ټايلر

د امريکايي رسنيو په حواله دغه امریکایي عسکر ۳۹ کاله عمر درلود او د امريکا له ملي ګارد سره د مرستې له پاره د روان کال په جنورۍ کې د يوټا ايالت له عسکرو سره يو ځای افغانستان ته رالیږل شوی وو

امريکايي لوړ پوړو چارواکو هم د نوموړي وژنه تائيد کړې او د هغه د وژنې په تړاو يې ژوره خواشينې ښودلې ده

وسله والو طالبانو هم د افغان عکسر دغه مېړانه ستایله ده او وایي:
”اسلامي امارت د دغه عسکر شهکاري ستايي او د کابل په اداره کې په نورو عسکرو هم غږ کوي چې له طلايي فرست څخه استفاده وکړي، د اشغالګرو عسکرو مهمې هستې اوعسکر په نښه کړي او تاريخي ویاړ وګټي. د امریکايي اشغالګرو په وړاندې جهاد او مبارزه د هر افغان او مسلمان وجیبه ده، باید ټول د اشغالګرو په ضد ودریږو او خپل ایماني مسئولیت ترسره کړو“

د نفوذي افغان عسکر انځور

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *