د افغان سولې په تړاو په مسکو کې د غونډې نیټه په ډاګه شوه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

د افغان سولې په تړاو په مسکو کې د غونډې نیټه په ډاګه شوه – افغان وطن

نن شنبه روسیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا په ډاګه کړي ده چې د افغان سولې په تړاو به د روانې نومبر میاشتې په ۹ تاریخ په مسکو کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ مخامخ خبرې وشي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د ملي یووالي حکومت مشر محمد اشرف غني د سیاسي څیرو په ګډون د یو پلاوي په لیږلو موافقه ښودلي ده.

په یاده اعلامیه کې روسیې زیاته کړیده چې د افغان پلاوي او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په څنګ کې یې ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ، ﻫﻨﺪﻭﺳﺘﺎﻥ، ﺍﯾﺮﺍﻥ، ﭼﯿﻦ ﺍﻭ د ﻣﺘﺤﺪه ﺍﯾﺎﻻﺗﻮ ﭘﻪ ګډﻭﻥ یو ﺷﻤﯿﺮ نورو ﻫﯿﻮﺍﺩﻭﻧﻮ ﺗﻪ ﺩ ﺑﺮﺧﯥ ﺍﺧﯿﺴﺘﻨﯥ ﻭړﺍﻧﺪﯾﺰ ﮐړﯼ ﺩﯼ.

روسیې په اعلامیه کې خوشبیني ښودلی ده او ویلي یې دي چې ” ﺩﺍ به ﻟﻮمړی ځل وي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻗﻄﺮ ﮐﯥ ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺩ ﺳﯿﺎﺳﻲ ﺩﻓﺘﺮ ﺍﺳﺘﺎﺯﻱ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺩﻏﻪ ﺭﺍﺯ ﯾﻮﻩ جګپوړﻱ ﻧړﯾﻮﺍﻝ ﮐﻨﻔﺮﺍﻧﺲ ﮐﯥ ﺑﺮﺧﻪ ﺍﺧﻠﻲ”.

هیره دې نه وي چې تر دې دمخه د روان کال په اګست میاشت کې روسیې د افغان سولې په پلمه د یو کنفرانس د جوړولو خبردارۍ ورکړی وو، چې پکې ۱۲ هیوادنو ته د ګډون درخواست شوی وو.

خو هغه مهال د امریکا ﻣﺘﺤﺪﻩ ﺍﯾﺎﻻﺗﻮ ﺍﻭ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩ ﻧﻪ ګډﻭﻥ ویلي چې لامله یې یاده غونډه ﻟﻐﻮﻩ ﺷﻮﯤ ﻭﻩ، ځکه افغان حکومت استدلال کوه چې باید د افغان سولې په تړاو هر ډول خبرې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي.

یاده دې وي چې د امریکايي چارواکو د سولې په باب څرګندونې، د خلیل زاد او طالب استازو، مخامخ لیده کاته، په قطر دفتر کې د پنځه تنه طالب بندیانو ور اضافه کول او د ملا عبدالغني برادر خلاصون، دا ټولې شته خبرې به ګوته کوي چې طالبان یو نوي پړاو ته داخلیدونکي دي.

آرمل مبین

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *