د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نېټه اعلان کړه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نېټه اعلان کړه – افغان وطن

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د رواتلونکو ولسمشريزې ټاکنې نېټه اعلان کړله

دغه کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو نېټه د ۱۳۹۸ کال د وري ۳۱مه اعلان کړه

د ټاکنو د خپلواک کميسيون وایي، چې د روان کال د قوس له لومړۍ ڼېټې څخه بیا د جدي تر نهمې نېټې به د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوم ليکنه جاري وي

ولسمشرغني: غواړم بیا کاندید شم – افغان وطن

د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د سلامشورې لپاره د ټاکنو خپلواک کميسيون پرون جُمعه ورځ د  سياسي ګوندونو، نړيوالو څارونکو او بهرنيو ډيپلوماټانو يوه غونډه جوړه کړې وه

د دغه کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو اړوند دوه نېټې په پام کې لري، چې یا به د را روان کال د وري په ۳۱مه د ولسمشريزو ټاکنو سره د ولايتي شوراګانو ټاکنې هم ترسره شي او يا به د ولسمشريزو ټاکنو په ګډون د غزني ولايت پارلماني ټاکنې وشي او د ولايتي شوراګانو ټاکنې به علحده ترسره شي

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *