پاکستان: مولانا سمیع الحق په یو برید کې ژوند له لاسه ورکړ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

پاکستان: مولانا سمیع الحق په یو برید کې ژوند له لاسه ورکړ – افغان وطن

د جمعیت علمای اسلام (س) ډلې مشر او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق د پاکستان په پینډۍ ښار کې په یوه وژونکي برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی

د مولانا سمیع الحق زوی ویلي، چې مولانا سمیع الحق باندې په خپل کور کې هغه وخت برید وشو کله چې دده ساتونکی او ډرایور له کوره بهر وتلي وو

نوموړی لومړی زخمي وو خو روغتون ته په لاره کې یې ساه ورکړه

په پېښور کې د جمعیت (س) ډلې مشر مولانا حصیم هم د مولانا سمیع الحق د وژل کېدو تائید کړی او وایي، د ګوند مشر یې د پینډۍ ښار په بحریه ټاون سیمه کې پخپل کور کې په یوه برید کې وژل شوی او مړی یې د پوسټ مارټم (طبي معایناتو) لپاره بحریه ټاون شخصي روغتون ته وړل شوی

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *