طالبانو د فرید بختور او نورو جسدونو بدل کې د ابو دجانه جسد غوښتی ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

طالبانو د فرید بختور او نورو جسدونو بدل کې د ابو دجانه جسد غوښتی ده – افغان وطن

وسلوالو طالبانو په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي چې د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې په چورلکه کې د وژل شویو کسانو جسدونه تر اوسه له دوی سره دي او غواړي چې د سره صلیب له لارې یې حکومت ته تسلیم کړي خو په دې شرط چې حکومت به هم ددې جسدونو په بدل کې په قندهار کې په جنرال رازق د برید کونکي طالب ابو دجانه جسد دوی ته سپاري

په کندهار کې د جنرال رازق د قاتل طالب انځور

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دوی حکومت ته بار بار د سره صلیب له لارې خبر ورکړی ده خو حکومت یې خبره نه ده منلې

طالبانو ګواښ کړی که د طالب ابو دجانه جسد دوی ته ونه سپارل شي دوی به هم په چورلکه کې د وژل شویو حکومتي جنرالانو او لوړ پوړو چارواکو جسدونه دوی ته ونه سپاري او زیاته کړې یې ده چې که دا کار ترسره نشو نو ملامتیا به د افغان دولت په غاړه وي

طالبانو ویلي چې د فراه په انار دره کې یې د حکومتي لوړپوړو چارواکو ډکه چورلکه ویشتلې او د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس فرید بختور د ظفر قول اردو مرستیال جنرال نعمت او د قول اردو د امام او دوو پیلوټانو په شمول ۲۷ تنه لوړپوړي چارواکي پکې ووژل شول چې تر اوسه یې جسدونه د طالبانو سره دي او اوس د ابودجانه جسد پرې غواړي

په سقوط شوې اولوتکې کې د وژل شوو لوړپوړو چارواکو انځورونه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *