پاکستان کې مذهبي ګوندونو د پراخو لاریونونو خبر ورکړی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

پاکستان کې مذهبي ګوندونو د پراخو لاریونونو خبر ورکړی – افغان وطن

په پاکستان کې مذهبي ګوندونو اعلان کړی چې نن د جُمعې په ورځ به په ټول هیواد کې لاریونونه کوي

د پاکستان حکومت بیا اعلان کړی چې نن د جُمعې ورځ د سهار له نهه بجو نیولې د ماښام تر نهو بجو پوری به په ټول پاکستان کې تلیفوني شبکې بندې وي

د پاکستان حکومت دا ګام ددې لپاره اخیستی چې په دغه کار سره په دې هیواد کې د مذهبي ګوندونو د پراخو مظاهرو مخه ونیسي

تیره ورځ هم د پاکستان په ځینو ښارونو کې مذهبي ګوندونو مظاهرې وکړې چې یو شمیر ملکي املاکو ته یې اورونه واچول

د پاکستان د تحریک لبیک یارسول الله مذهبي ګوند اعلان کړی چې نن به په ټول هیواد کې د پاکستاني حکومت او د دغه هیواد د سترې محکمې د هغې پریکړې پرخلاف لاریونونه کوي چې یوه عیسوي ښځې د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي کړې وه او لومړنیو دوو محکمو پرې د اعدام حکم کړی وو، خو دغې محکمې ازاده کړې ده

په پاکستان کې د ګستاخ رسول سزا د قانون له مخې اعدام ده او په دې موضوع کې د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر هم د خپل یو ساتونکي ممتاز قادري له لوري وژل شوی وو چې بیا وروسته حکومت ممتاز قادري اعدام کړ

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *