کابل: اورلګېدنې سوداګرو ته خورا زیات مالي زیان اړولی دی – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

کابل: اورلګېدنې سوداګرو ته خورا زیات مالي زیان اړولی دی

پرون پنجشنبه ماښام د کابل ښار دوهمې ناحيې نادر پښتون سيمه کې د مبایلونو او اليکټرونيکي شيانو په درې مارکيټونو کې اور لګېدلی وو چې یې لا هم لمبې پورته کیږي خو د اور لګېدنې ټیم یې د قابو کولو هڅې کوي

دغه اورلګېدنې سوادګرو ته د میلیونونو ډالرو مالي تلفات اړولي دي

د کابل ښار پل خشتي جومات ته څېرمه سيمه کې د مبايلونو، لپټاپونو او نورو اليکټرونيکي شيانو خیرخوا مارکيټ، زرنيګار مارکيټ او اتفاق مارکيټ د اور خوراک ګرځېدلي دي

دغه اور سوداګرو ته خورا زیات مالي زیان اړولی دی

په سيمه کې د غلاوو او چور د مخه نیږلو لپاره امنيتي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *