۱۰ اړینې خبرې چې باید د موبایل هر کارونکی یې په یاد ولري – افغان وطن ویبپاڼه
ټکنالوجي خبرونه

۱۰ اړینې خبرې چې باید د موبایل هر کارونکی یې په یاد ولري

موبایل د ژوند له مهمو اړتیاوو څخه دی، چې د انسانانو په ژوند کې یې ډیر تغیرات راوستي دي. نن د ټکنالوژۍ د پرمختګ له برکته د نړۍ زیاتره وګړي د ټیلیفون له اسانتیاوو برخمن دي. دا چې موبایل په سم ډول وکاروو، نو په دې لنډه لیکنه کې یې په اړه لس (۱۰) اړینې خبرې شریکوو، چې باید د موبایل هر کارونکی یې په یاد ولري.

۱: کوښښ وکړئ، یو چاته د کار او مصروفیت په وخت کې زنګ ونه وهئ، تر څو یې د کارونو د شاتګ لامل نه شئ.

۲: کله مو چې په یو کنفرانس، مجلس، ټولګي، رسټورانټ او نورو مهمو ناستو کې ګډون کولو، نو دا په یاد ولرئ، چې خپل موبایل سکوت (Silent) کړئ، تر څو نورو ګډون والو ته د مزاحمت سبب نه شي. او که زنګ مهم وي، نو بیا یې په یو لنډ پیغام کې پوه کړئ، چې په کنفرانس، یا تولګي کې یاست.

۳: غږ ته مو پام وکړئ، په ډیر ټیټ او لوړ اواز خبرې مه کوئ، همدارنګه د بد او ستړي کوونکي غږ ایستلو څخه ډډه وکړئ.

۴: که د کار ځای یا دفتر له خوا مو چاته زنګ وهلو، نو خبرې مو په لنډ او واضع جملو سره پیل کړئ، لکه سلام سهار مو په خیر، زه احمد د ایس شرکت د مارکیټنګ له څانګې نه زحمت درکوم، او ورپسې په اړینو مسایلو خبرې وکړئ.

۵: یو چا ته د ټیلیفون کولو مخکې لومړی په دې فکر وکړه، چې څه غواړې هغه ته ووایې. تر څو مقابل کس په موبایل کې په ساده او لنډ ډول پوه کړې.

۶: که چیرې په یو مهم ځای او اړین کار کې یاست او ټیلیفون ته ځواب نه شئ ورکولای، نو اړینه ده چې د لنډو او ښکلو الفاظو سره یې د پيغام له لارې ځواب کړئ.

۷: په ټيلیفون باندې د خبرو پر مهال مو ټول پام د مقابل شخص خبرو ته وکړئ، یعنې د نورو سره له خبرو کولو، مطالعې، خوراک او دې ته ورته نورو کارونو څخه د زنګ پر مهال ډډه وکړئ.

۸: په ټیلیفون کې د خبرو پر مهال له ډيرو او بې ځایه کیسو څخه ډډه وکړئ، هڅه وکړئ تر څو مقابل شخص په لنډو او ساده جملو سره پوه کړئ، تر څو مو وخت او پیسې زیاتې مصرفې نشي. همدرانګه د خبرو پر مهال شاوخوا خلکو ته اجازه مه ورکوئ، چې خبرې مو پرې کړي، هغوي د لاس په حرکاتو پوه کړئ، چې وروسته به سره خبرې وکړو.

۹: که ناپیژنده کس ته مو زنګ وهلو، نو لومړی قدم کې خپل ځان ورته معرفي کړئ، ورپسې په نورو مسایلو خبرې وکړئ.

۱۰: که چیرې تاسو ته د یو ناپيژنده شخص زنګ راشي، مخکې له دې چې نور بحث ورسره وکړئ، په لومړی قدم کې ترې د نوم او ځای پوښتنه وکړئ.

احمد ولي شیرزاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *