عبدالحیکم نورزي له خپلې دندې استعفی کړې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

عبدالحیکم نورزي له خپلې دندې استعفی کړې – افغان وطن

عبدالحکیم نورزی چې د ملي امنیت د شوری د دفتر مرستیال دی خپلې دندې ته استعغا ورکړې ده.

عبدالحکیم نورزي په خپل استعفی لیک کې له حکومت څخه د استعفی غوښتنه کړې او له حکومت څخه د شکایت په توګه یې له بعضو خبرو پرده هم پورته کړې ده.

نورزي ویلي، د ملي یوالي حکومت په لومړي سر کې په خپلو توافق لیکونو او بیانونو کې په وار وار له ولس سره وعدې وکړې چې د نورو کارونو په څنګ کې به د انتخاباتي نظام اصلاح هم کوي، خو دده په خبره ” له بده مرغه چې د ملي یووالي حکومت چې د سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، نظامي، امنیتي او بالخصوص د انتخاباتي چارو د سمون په باره کې کومې وعدې له خلکو سره کړي وې، چې اکثره وعدې یې عملي نکړای شوې، ځکه چې د دری کاله ځنډ وروسته د میزان په ۲۸ نیټه په هیواد کې د ولسې چرګې دپاره ډیرې بې خونده، بې نظمه او له فساد ډکې ټولټاکنې وشوې”.

نورزي په استعفی لیک کې زیاته کړي، دا چې په هغه انتخاباتو کې افغان ولس په ډیر زور او شوق سره ګډون کړی وو او تلفات یې هم وزغمل، ” خو په ډیر افسوس سره باید ووایم چې د ټاکنو د بې کفایته کمیسون چاواکو بیا هم د ملت د پاکې ارادې سره لوبې وکړې”.

نورزي لیکلي په هغه انتخاباتو کې “د رایو مرکزونه پر ټاکلي وخت خلاص نه شول، د بایومیټریک وسایلو کار ونه کاوه او بربنډ فساد په زیاته پیمانه جریان درلود او داسې نور…”.

نورزي د اوسنۍ ولسې جرګې د ټاکنو په اړه هم لیکلي ” د ولسې جرګې د ناکامه ټاکنو له کبله د هیواد په کچه د ولسي جرګې ټولو نوماندانو او د هغوی ملاتړ کونکو پر ټاکنو باور له لاسه ورکړی دی، هیڅ نوماند پدې باور ندی چې د خپلو شفافو رایو په واسطه د قانون موافق ولسي جرګې ته بریالي کیدای شي”.

نورزي په حکومت عږ کړی ” زه د دولت یو د زمواره مامور او خیر خواه افغان په حیث تاسو د ملې وحدت حکومت مشرتابه ته خبر درکوم چې د ولسې جرګې د تیرو ټاکنو د سببه ملت عملا د بې اعتمادۍ او بې باورۍ په فصاء کې ژوند کوي او دا انتخابات شاید د یو ستر ټولنیز بحران سبب شي، چې د ملي وحدت حکومت به یې د مدیریت په هکله د ډیرو ستونزو سره مخامخ شي”.

نورزي په اخره کې له ولس څخه هم غوښتي، سره له دې چې د هیواد حالات له لوړ تهدید سره مخ دي؛ نو په ډیر درنښت سره زما استعفی د یو څه لامل د وجهې قبوله کړئ او معذور مې وکڼئ.

آرمل مبين

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *