د قطر د صدراعظم مرستیال: د افغانستان د سولي په اړه مثبت خبرونه را روان دي – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

د قطر د صدراعظم مرستیال: د افغانستان د سولي په اړه مثبت خبرونه را روان دي

نیویارک ټایمز د اکټوبر پر ۳۰ لیکي هغه پنځه طالب مشران چي کلونه ئې د ګوانتانامو په محبس کي تېر کړي ول، په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر غړي سول. پدې ترتیب به اوس هغوی وکړای سي چي په آزادنه توګه سفرونه وکړي. دغه راز، په پاکستان کي د ملا عبدالغني برادر آزادېدل د هغو مذاکراتو نتیجه بلل کېږي چي د امریکايي دپلوماتانو او طالبانو تر مینځ پدې لنډو وختونو کي تر سره سوي ول.

اخبار لیکي دا لا څرګنده نده چي د ملا برادر او د پنځو نورو طالب مشرانو آزادېدل به د سولي پر عملیې باندي څونه اثر ولري، خو دا شپږ واړه یو وخت د طالبانو د مشرتابه او جنګي میدانونو مهم خلګ ول.

نیویارک ټایمز د سیاسي مبصرینو له قوله لیکي چي د سولي په پروسه کي د پخوانیو طالب مشرانو ګډېدل به مثبت اثر ولري، ځکه پدې انکشافاتو کي د طالبانو موفقیت راڅرګندېږي. او طالبان غواړي چي د قطر دفتر لا غښتلی کړي.

د قطر د صدراعظم مرستیال او د دفاع وزیر ښاغلي خالد بن محمد وايي هغه له نورو قطري وزیرانو څخه اورېدلي دي چي د افغانستان د سولي په ارتباط «مثبت انکشافات او خبرونه راروان دي،‌ او باید خوشبینه واوسو.» هغه علاوه کړه قطر غواړي چي د دواړو طرفونو لپاره «د مذاکراتو اسانتیاوي برابري کړي.» ښاغلی خالد بن محمد وايي،«دا ښه خبره ده چي پخواني دوښمنان خبري سره کوي. ځکه بالاخره یوازي غښتلي خلګ د سولي مذاکرات مخته بېولای سي.»

د افغانستان سم نیم نفوس په هغو ولسوالیو کي اوسېږي چي حکومت کنټرول ور باندي نه لري:

د لانګ وار ژورنال سیاسي او نظامي مبصرین ښاغلي، بیل روګیو او الکزاندر ګوتوسکي، لیکي سم نیم افغانان په هغو ولسوالیو کي ژوند کوي چي حکومت ور باندي ولکه نه لري. لیکوالان وايي چي په غزني کي اوه ولسوالۍ له غزني ښاره اداره کېږي، ځکه پدې ولسوالیو کي طالبان حاکم دي، او د کابل حکومت ډیر پخوا فرار کړی دئ.

لیکوالان کاږي چي په ګرده افغانستان کي طالبان پر ۷۵ ولسوالیو باندي کنټرول لري.‌ حتی په هغو ولسوالیو کي چي د حکومت تر ولکې لاندي دي، طالبان د دې قدرت لري چي هلته هجوم ور وړي او حملې وکړي. طالبان د کابل، کندهار، مزار شریف، او هرات په سترو ولسوالیو کي فعال حضور لري.

لیکوالان وايي طالبان عموما په کلیوالي سیمو کي نوي غړي او جنګیالي جلبوي. د تمریناتو لپاره کمپونه چلوي. له خلګو څخه مالیات راغونډوي. خپله ایدیولوژي هلته خوروي. او له همدې ځایونو څخه پر حکومت باندي حملې کوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *