د جواري له دې ګټو خبر یاست؟ – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د جواري له دې ګټو خبر یاست؟

په دې لنډه لیکنه کې درسره د جواري یا سوکړک څو مهمې روغتیايي ګټې شریکوو، هیله ده لیکنه مو د خوښې وړ وګرځي.

۱: جواری یا سوکړک د انسان وزن په کنټرول ساتلو کې مرسته کوي، او نه پریږدي چې یو کس ډير چاغ شي.

۲: جواری جلد یا د بدن پوستکي ته هم ډيره ګټه لري. د جوارو اوړه چې په انګریزي کې ورته Corn Flour وايي، د مخ پوستکی تازه او نرموي.

۳: د جوارو اوړه پروټین لري او نه پریږدي، چې د مخ پوستکی زوړ او ګونځې شي.

۴: په جواري کې د ای ویټامین وجود لري، چې ورسره د مخ داغونه، رټې، او د لمر له امله رامنځ ته شوې نښې ټولې له منځه ځي.

۵: په جواري کې د بي ۱ او بي ۲ ویټامینونه دي، چې ورسره د مخ پوستکی صحتمند او ژر نه زړیږي.

پر دې سربیره جواری او یا خپله د جوارو تازه دانې د نړۍ یو له صحي خوړو ګڼل کیږي چې ګڼې نورې ګټې هم لري او په بیلابیلو طریقو خوړل کیږي

نجیبه همدرد

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *