د کونتنامو له زندان ازاد شوي طالب مشران د قطر د دفتر غړي ټاکل شوي او هالته رسېدلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د کونتنامو له زندان ازاد شوي طالب مشران د قطر د دفتر غړي ټاکل شوي او هالته رسېدلي – افغان وطن

وسلوالو طالبانو ویلي چې د کیوبا له ګونتنامو زندان څخه د دوی ازاد شوي لوړ پوړي مشران مولوي عبدالحق وثیق، مولوي محمد فاضل مظلوم، مولا نورالله نوري، ملا خیرالله خیرخوا، او مولوي محمد نبي محمدي یې د قطر د دفتر غړي ټاکلي دي

دغه طالب مشران چې له تېرو څو کلونو را هیسي یې د وسله والو طالبانو په چارو کې یې د مشخص کار نه وو ویل شوي، اوس د قطر رسمي دفتر غړي ټاکل شوي دي او قطر دفتر ته رسېدلي هم دي

دغو طالب مشرانو ترلسو کلونو زیات وخت د ګونتنامو په زندان کې تیر کړی ده او وروسته د یو امریکایي افسر ”بوبرګډال“ سره په تبادله کې ازاد شول

وسلوالو طالبانو په قطر کې دغه لوړ پوړي طالب مشران په داسې وخت کې د خپل سیاسي دفتر د غړو په توګه اعلان کړل چې په دې ورستیو کې څو ځله امریکایي چارواکو له طالبانو سره د افغان جګړې په هکله لومړنۍ خبرې تر سره کړي دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسوشیتیدپرس خبري اژانس ته ویلي چې دغه پنځه تنه طالب چارواکي به اوس د نورو هغو طالبانو سره یو ځای شي چې په افغانستان کې د سولې دپاره مذاکرات کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *