د یهودو مذهبي مشرانو د ډونلډ ټرمپ پر تګلاره نیوکې کړي – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

د یهودو مذهبي مشرانو د ډونلډ ټرمپ پر تګلاره نیوکې کړي

د یهودو مذهبي مشرانو په یو سر خلاصي لیک کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته لیکلي، دا چې د امریکا په ﭘﻨﺴﻠﻮﺍﻧﻴﺎ ﺍﻳﺎﻟﺖ ﮐﯥ د یهودانو پر عبادت خونه برید وشو، لامل یې د ټرمپ تګلاره ده، هغه دا چې ټرمپ سپین پوستي پر تور پوستو لوړ ګڼي.

په دې سرخلاصي لیک کې یهودي مشرانو ټرمپ ته په خطاب سره ویلي ” ﭘﻪ ﺗﯧﺮﻭ ﺩﺭﯤ ﮐﻠﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﺳﺘﺎﺳﯥ ﺩ ﻭﻳﻨﺎﻭﻭ ﺍﻭ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﺳﭙﻴﻦ ﭘﻮﺳﺘﻮ ﮐﯥ ﺩ ﺑﺮﺗﺮۍ ﻓﮑﺮ ﺯﻳﺎﺕ ﺷﻮﯼ، ﺯﻣﻮږ ﻗﺎﺗﻞ ﺗﺎﺳﯥ ﻫﻢ ﻭﺣﺸﻲ ﺑﻠﻠﯽ، ﺧﻮ ﺩﺍ ټوﻝ ﺗﺎﻭﺗﺮﻳﺨﻮﺍﻟﯽ ﺳﺘﺎﺳﯥ ﺩ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﺍﻭ تګلارﯤ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﺩﯼ”.

په لیک کې لیکل شوي ټرمپ باید زموږ تر منځ توپیري چلند ته د پای ټکی کیږدي، د کډوالو، امریکا ته د راتلونکو خلکو پر وړاندې په خپل سیاست کې بدلون راولي او ډیموکراسۍ ته ژمن پاتې شي.

خو بل پلو ډونلډ ټرمپ ویلي، دی غواړي چې د ﭘﻨﺴﻠﻮﺍﻧﻴﺎ ایالت پیټپرګ ښار کې د ” ژوند ونه” په نامه کلیسا د برید او د قربانیانو د غمشریکۍ لپاره د کلیسا مشرانو ته ورشي، خو یهودي مشرانو ویلي ټرمپ ته د هر کلي لپاره چمتو ندي.

یهودي مشرانو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په امریکا کې د یهودانو او ښي لاسو، د سپین پوستو او تور پوستو تر منځ یو ځل بیا د اختلاف ګنګوسې خپرې شوي دي او ډیرۍ ښي لاس په دې باور دي چې یهودان په امریکا او پر اقتصاد یې د قبضې کولو لپاره دسیسې جوړوي.

هیره دې نه چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د ﭘﻨﺴﻠﻮﺍﻧﻴﺎ ایالت پیټپرګ ښار کې د “ﺭﻭﺑﺮټ ﺑﺎﻭﺭﺯ” په نامه یو کس د یهودانو په عبادت خونه چې د “ژوند ونه” په نامه وه برید وکړ، چې په ترڅ کې يې ۱۱ کسان مړه او تر ۴۰ زیات یې ټپیان کړل.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *