اووه افغان لوبغاړي د بنګلدیش په پریمیئر لیګ کې اخیستل شوي – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

اووه افغان لوبغاړي د بنګلدیش په پریمیئر لیګ کې اخیستل شوي

تیره ورځ د ۲۰۱۹م کال د بنګلدیش د پریمیئر لیګ سیالیو بولۍ ترسره شوه چې د ډیرو داخلي او بهرنیو لوبغاړو تر څنګ پکې ۷ تنه افغان لوبغاړي هم واخیستل شول.

محمد شهزاد محمدي، نجیب الله ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، ظاهر خان، قیس احمد، ګلبدین نائب او وقار سلام خیل د افغانستان لخوا پکې د بیلا بیلو لوبډلو لخوا واخیستل شول.

د افغانستان لخوا ﻇﺎﻫﺮ ﺧﺎﻥ ﺩ ﮐﻮﻟﻨﺎ ټاینز، ﻗﯿﺲ ﺍﺣﻤﺪ ﺩ ﺭﺍﺟﺸﺎﻫﻲ کینکز، ﻣﺤﻤﺪ ﺷﻬﺰﺍﺩ ﺍﻭ ﻧﺠﯿﺐ ﺍﻟﻠﻪ ځدراڼ ﺩ چیټاﮐﺎنګ ﻭﺍﯾﮑﯿﻨګﺰ، ﺣﻀﺮﺕ ﺍﻟﻠﻪ ځﺎځﯽ ﺩ ډﻫﺎﮐﻪ ډﺍﯾﻨﺎﻣﯿټﺲ، ګﻠﺒﺪﯾﻦ ﻧﺎﺋﺐ ﺩ ﺳﯿﻠﻬﺖ ﺳﯿﮑﺮﺯ ﺍﻭ ﻭﻗﺎﺭ ﺳﻼﻡ ﺧﯧﻞ ﺩ ﮐﻮﻣﯧﻼ ﻭﯾﮑټﻮﺭﯾﻨﺰ ﻟﻮﺑډﻟﯥ ﻟﺨﻮﺍ اخیستل شوي دي.

د افغانستان لخوا حضرت الله ځاځي د افغانستان په غوره لیګ سالیو کې د نړیوالو توجه د ځان په طرف جلب کړي ده، ده په ۶ توپونو ۶ شپږیزې ووهلې، چې په ۱۲ توپونو یې چټکه نیمه سلیزه پوره کړه.

د یادونې وړ ده چې د بنګلدیش دا لوبې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ په ۵مه نیټه پیل او د فروري تر ۸مې پورې به دوام وکړي.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *