ګډو ځواکونو پکتیکا نکه کې تر ۷۰ ډیر ملکي کسان وژلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ګډو ځواکونو پکتیکا نکه کې تر ۷۰ ډیر ملکي کسان وژلي – افغان وطن

له پکتیکا ولایت څخه داسې خبرونه تر لاسه شوي چې افغان او امریکایي ګډو ځواکونو په نکه ولسوالۍ کې په قتل عام لاس پورې کړی دی.

ځینو عیني شاهدانو ویلي چې ګډو ځواکونو د نکه ولسوالۍ په بزک کلي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۰ تنه وژلي دي.

عیني شاهدانو دا هم ویلي چې ګډو ځواکونو د نکه ولسوالۍ بازار په بشپړ ډول ویجاړ کړی دی او د نکه په نورو سیمو کې یې هم په قتل عام بوخت دي چې ټول ټال ملکي کسان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي تر ۹۰ پورې وژل شوي دي.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *