ﺍﺳﺮﺍئیلو ﭘﺮ ﻏﺰﯤ ښار لسګونه توغندي ویشتلي دي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

ﺍﺳﺮﺍئیلو ﭘﺮ ﻏﺰﯤ ښار لسګونه توغندي ویشتلي دي – افغان وطن

اسرائیلي ځواکونو ویلي چې دوی پر حماس ډلې هوایي بریدونه کړي او تر ۸۰ زیات توغندي یې پرې ویشتلي دي.

ﺍﺳﺮﺍﻳﻴﻠﻲ ځواکونه وایي، پر غزه یې دا توغندي ځکه ویشتلي چې هلته د حماس ډلې د اسرائیلو پر ضد د توغندیو ویشتلو لپاره چمتوالی نیولو.

د اسرائیلو او فلسطین تر منځ څو اونۍ کیږي سختې جګړې راونې دي او اسرائیل په بې ساري توګه د فسلطینیانو په لاریون کونکو ناتاره بریدونه کوي.

داسرایلو په دې بریدونو کې په لسګونه لاریون کونکو ته مرګ ژوبله هم اوښتي ده.

حماس یوه اسلامي ډله ده چې د اسرائیلو پر ضد د جهاد په نامه پر اسرائیلو وخت نا وخت بریدونه کوي او اسرائیل یې په هره ممکنه لاره فعالیت ته ګواښ جوړوي، کله پرې هوایي بریدونه کوي او کله ورسره د داعش په ملاټر مخامخ جګړې کوي.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *